کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مشهور کومیډین اصف جلالي پر مړینه، خلکو سخته خواشیني څرګنده کړې

12 جدی 1398 ساعت 11:37


د افغانستان خلکو د مرحوم جلالي پر مړینه سخته خواشیني څرګنده کړې او هغه یې یو تکړه کومېډین بللی، چې تل یې د خلکو په شونډو خندا رواسته.
د افغانستان مشهور کومیډین محمد اصف جلالي پرون د زړه حملې له امله ساه ورکړه.
آصف جلالي له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو رسنیو کې تفریحِ پروګرامونه مخته وړل. نوموړي له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو رسنیو کې تفریحي پروګرامونه مخته وړل.
نوموړي خپل هنري فعالیتونه د افغانستان له ملي راډیو تلویزیون څخه پیل کړل. جلالي چې ځینې یې کاکا اصف هم بولي په څو سینمايي فلمونو کې هم رول لوبولی دی.
هغه په وروستیو کلونو کې د افغانستان په خصوصي ټلویزیونونو کې تفریحي پروګرامونه مخته وړل چې ډېر مینه وال یې لرل.


د مطلب کود: 199434

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199434/د-مشهور-کومیډین-اصف-جلالي-پر-مړینه-خلکو-سخته-خواشیني-څرګنده-کړې

آوا
  https://www.avapress.com