دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 199435
امریکا په بېړني ډول عراق ته ۷۵۰ اضافي سرتېري استوي
د امریکا متحد ایالتونه په بېړني ډول عراق ته ۷۵۰ اضافي سرتېري استوي او په راتلونکو ورځو کې نور هم لېږي.
امریکا دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې ایران پلوه اعتراض کوونکو پرون د عراق په پلازمېنه بغداد کې د امریکا پر سفارت یرغل ورووړ.
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر پرون ناوخته په یوه بیان کې ویلي: “هماغسې چې په بغداد کې ولیدل شول د امریکايي پرسونل او تاسیساتو پر ضد د زیاتېدونکو خطرونو په ځواب کې د احتیاطي تدابیرو لپاره دا ځواکونه استوي.”
ده همداراز ویلي، د امریکا متحد ایالتونه به د نړۍ په هر ګوټ کې د خپلو خلکو او ګټو ساتنه وکړي.
پرون په بغداد کې اعترض کوونکي د امریکا د سفارت پر ودانۍ ورغلل چې په مقابل کې یې امنیتي ځواکونو او د سفارت ساتونکو د اعتراض کوونکو د تیت پرک کولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز کار واخیست.
اعتراض کوونکي د امریکا پر هغو وروستیو هوايي بمباریو غوسه دي چې په کې د ایران له ملاتړه د برخمنو ملیشو ۲۵کسان ووژل شول.
https://avapress.com/vdcgwy9qnak9yt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته