دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 199436
کیم جونګ اون: ژر به یوه ستراتژیکه وسله نړیوالو ته ور وپېژنو
کیم جونګ اون: ژر به یوه ستراتژیکه وسله نړیوالو ته ور وپېژنو

شمالي کوریا وایي چې ډېر ژر به یوه ستراتيژیکه او بې جوړې وسله نړۍ ته ور وپېژني.
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ویلي له دې وروسته یې هېواد اړ نه دی چې د وسلو د کنټرول او پراختیا د مخنیوي قانون ته ژمن پاتې شي.
دده په خبره نړیوالو ورسره پر
کړو ژمنو وفا و نه کړه نو دوی هم د خپلو وسلو پراختیا ته ادامه ورکوي. د اون په وینا دوی به ډېر ژر داسې وسله نړیوالو ته ور وپېژني چې بې جوړې او ستراتيژيکه وي.
نوموړي دا نه دي ویلي چې له څه ډول وسلو مخکتنه کوي، خو دغه هېواد تر ډېره بالستیک توغندي جوړوي او د نړیوالو کشمکش هم د همدې توغندیو پر سر دی. امریکا بیا د کیم جونګ اون پر دغه څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.
https://avapress.com/vdchxwnz-23nwkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته