کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کیم جونګ اون: ژر به یوه ستراتژیکه وسله نړیوالو ته ور وپېژنو

12 جدی 1398 ساعت 11:52

کیم جونګ اون: ژر به یوه ستراتژیکه وسله نړیوالو ته ور وپېژنو



شمالي کوریا وایي چې ډېر ژر به یوه ستراتيژیکه او بې جوړې وسله نړۍ ته ور وپېژني.
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ویلي له دې وروسته یې هېواد اړ نه دی چې د وسلو د کنټرول او پراختیا د مخنیوي قانون ته ژمن پاتې شي.
دده په خبره نړیوالو ورسره پر کړو ژمنو وفا و نه کړه نو دوی هم د خپلو وسلو پراختیا ته ادامه ورکوي. د اون په وینا دوی به ډېر ژر داسې وسله نړیوالو ته ور وپېژني چې بې جوړې او ستراتيژيکه وي.
نوموړي دا نه دي ویلي چې له څه ډول وسلو مخکتنه کوي، خو دغه هېواد تر ډېره بالستیک توغندي جوړوي او د نړیوالو کشمکش هم د همدې توغندیو پر سر دی. امریکا بیا د کیم جونګ اون پر دغه څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.


د مطلب کود: 199436

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199436/کیم-جونګ-اون-ژر-یوه-ستراتژیکه-وسله-نړیوالو-ته-ور-وپېژنو

آوا
  https://www.avapress.com