دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 199440
ترکیه کې تېر کال نږدې دوه لکه افغان کډوال نیول شوي

د ترکیې کډوالۍ اداره د یوه رپوټ خپرولو سره وايي، پر ۲۰۱۹ میلادي کال یې نږدې نیم میلیون یا پنځه لکه بې قانونه کډوال نیولي دي.
اناتولیه خبري اژانس د دې ادارې له خولې زیاتوي، د افغانستان، پاکستان، سوریې، فلسطین، عراق، ایران، ګرجستان، میانمار او مالداویا وګړي د دې نوملړ په سر کې دي.
د دې شمېرو له مخې، نیول شویو کې له یو لک ۹۹ زرو ډېر افغان کډوال دي چې تر ۲۰۱۸ کال یې شمېر دوه برابره شوی دي.
خو ترکیه کې تېر کال د ایران له ۲۱۰۰ ډېر کډوال نیول شوي چې تر ۲۰۱۸ کال نږدې زر کسان کم دي.
د ترکیې د قانون له مخې، څوک چې دغه هېواد ته بې قانونه ځي، تر نیول کېدو وروسته د کډوالو ستنونې لنډمهالو پنډغالو کې ساتل کېږي او الوتکه کې پلرني هېواد ته استول کېږي.
ترکیه کې پر ۲۰۱۹ کال د نیول شویو بې قانونه کډوالو شمېر د پنځه کاله مخکې یا د ۲۰۱۴ کال پرتله نږدې اته وارې ډېرې شوی دی.
اناتولیه خبري اژانس وايي، پر ۲۰۱۸ کال ترکیه کې نږدې یو لک افغان کډوال نیول شوي وو، خو تر هغه کال مخکې دا شمېر ۴۵ زره و.
انکره کې افغان سفارت وايي، ترکیه کې ډېری نیول شوي افغانان داسې کسان دي چې بې قانونه دغه هېواد ته تللي او ګام په ګام او په خپله خوښه استول کېږي.
افغان سفارت کې د کډوالو چارو کارمنه فرزانه رشید رحیمي واي، نیول شوي د ترکیې د مختلفو ښارونو په پنډغالو کې ساتل کېږي او د خپلې خوښې ستنېدو پاڼه له سفارت ترلاسه کوي.
هغه له بي بي سي سره خبرو کې زیاتوي، ملګري ملتونه له ترکیې افغانستان ته د کډوالو ستنېدو لګښت ور کوي او له کابل خپلو اړوند ولایتونو ته د تګ لګښت یې د افغان حکومت په غاړه دی.
د دې سفارت په خبره، له ۳۹ زرو ډېرې افغان کورنۍ ترکیه کې ویزې له مخې اوسېږي.
وروستیو کلونو په تېره له ۲۰۱۴ کال وروسته د امینتي وضعیت خرابېدو پسې ډېر افغانان بیا کډوالۍ ته وهڅېدلی.
 
https://avapress.com/vdcc0oqsx2bqo08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته