کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هیواد کې مالوچو حاصلات ۲۱ سلنه ډیر شوی 

12 جدی 1398 ساعت 13:45

آوا خبرګزاری-کابل: د زراعت او مالداری وزارت له لوری راټول شوی آمارو په اساس هیواد ۱۷ ولایتونو کې، شکاره کوی چی جاری کال کې، نسبت تیر کال ته د مالوچو(پنبه) حاصلات ۲۱ سلنه ډیر شوی دی.



اکبر رستمی، د زراعت، آبیاری او مالداری وزارت ویاند وایی چی تیر کال د مالوچو تولید په هیواد کې ۵۷ زره او ۴۵۰ ټنه وو، په داسی حال کې چی جاری کال کې یی تولید ۷۳ زره او ۱۱۹ ټنو ته رسیدلی دی.
جاری کال کې د مالوچو کرلو سیمی په ۱۷ ولایتونو کې دی.
د زراعت وزارت ویاند وایی چی بلخ ولایت د ۱۹ زرو او ۵۰۰ هکتار مالوچو په درلودلو سره توانیدلی دی چی ۳۵ زره او ۱۰۰ ټڼه تولید ولری او تولید کوونکو ولایتونو په سر کې وی.
د بلخ وروسته، هلمند د ۱۵ زره او ۹۱۰ هکتار ځمکې په درلودلو سره او ۱۵ زره او ۹۱۰ ټنه تولید سره دوهم، کندوز د درو زرو او ۸۰۰ هکتار ځمکې په درلودلو سره ۷ زره او ۴۰۰ ټنه تولید سره دریم او ننګرهار څلورم او بغلان هم پنځم ولایت دی.
د اکبر رستمی په وینا په جاری کال کې، دا وزارت ۲۰۶ مزرعه نمایشی د مالوچو په هرات، سرپل، کندوز، بادغیس، فراه، بلخ، تخار، سمنګان، فاریاب، جوزجان، بغلان، کاپیسا، کندهار او هلمند ولایتونو کې رامنځته شوی دی چی د مالوچو حاصلاتو ډیریدو لامل شوی دی.
 


د مطلب کود: 199452

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199452/هیواد-کې-مالوچو-حاصلات-۲۱-سلنه-ډیر-شوی

آوا
  https://www.avapress.com