دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 199454
هلمند کې طالبانو یو قرارګاه او ماین جوړونې یو کارخانه له منځه وړل شوی دی
  هلمند کې کماندو ځواکونو چاڼییز عملیات کې، د ماین جوړونې ۳ کارخانه، ۳۷ حلقه ماینونه، ۴۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکی مواد، ۲۵ فیر مرمی، ۱ موټرسایکل او یو قرارګاه د طالبانو کشف او له منځه وړل شوی دی.

ملی دفاع وزارت اعلان کړ: تیره شپه د کماندو ضربتی دریم کندک منسوبین، د نهر سراج، ګرشک او نادعلی ولسوالیو کې چاڼییز عملیات ترسره کړی دی.
د ملی دفاع وزارت خبرپاڼی په اساس، ددی عملیات په ترڅ کې ۱ طالب وژل شوی، ۲ تنه نور ټپیان شوی دی.
همدارنګه په دی چاڼییز عملیات کې، ۳ ماین جوړونې کارخانی، ۳۷ حلقی ماینونه،۴۰۰ کیلوګرام چاودیدونکې توکې، ۲۵ فیر مرمی، ۱ عراده موترسایکل او طالبانو یو قرارګاه کشف او له منځه وړل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdchmwnzk23nwkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته