نوموړی وايي، امریکا د پاکستان په مرسته طالب مشران له وزیرستان او کویټې څخه په خوندیتوب سره قطر ته رسولي دي او اوس هغوی له دوحې څخه د ترهګرۍ لویې طرحې په افغانستان کې پلې کوي او دوحه اوس د طالبانو لپاره په یو خوندي پټنځای بدله شوې ده.
طفیل احمد ادعا کړې چې امریکا له طالبانو سره د دوی د ۵ زره بندیانو په خوشې کولو هوکړه کړې ده چې مهم ترهګر هم په کې شامل دي او په راخوشې کېدو به یې د اسلامي امارت په نوم ډله په یوه وحشتناک ځواک بدله شي.
د طفیل احمد په خبره د امریکا دا کار په واضح ډول د افغانستان ولسواک نظام له منځه وړي د ښځو حقونه محدودوي او د قومونو د پرمختګ مخه نیسي.
نوموړی وايي، که د امریکا هدف رښتیا هم دا وای چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، نو دا کار به یې له وړاندې کړی و، خو په وینا يې چې دا هېواد طالبان بیرته په خلکو مسلطول غواړي.
د ښاغلي طفیل په خبره دا د حیرانتیا وړ نه ده چې ذبیح الله مجاهد د اوربند اوازې رد کړې، ځکه دده په اند طالبان په خپله ایډیولوژۍ روان دي نه د افغانانو په خوښه او د هغوی د ګټو په ساتلو ځان مکلف بولي.
نوموړی وايي، که امریکا له افغانستان څخه وځي نو سمدستي دې ووځي او ملګري ملتونه دې د دوی د وتلو په پروسه څار وساتي.
د طفیل احمد په خبره امریکا په افغانستان یوه بله توره دوره راوستل غواړي او د ده په وینا چې طالبان به بېرته مسلح کړي.