دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 199462
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دغه هیواد کې د ماشومانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي دي، چې میلیونونه افغان ماشومان له جدي ګواښونو او مختلفو ټولنیزو زیانونو سره مخامخ دي.

د دغه وزارت سرپرست سید انور سادات د پنجشنبې په ورځ د جنوري په دویمه (مرغومي ۱۲مه) د ماشومانو د خوندیتوب په تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل، چې ماشومانو ته د خدماتو د وړاندې کولو او د ماشومانو د قوانیونو د تطبیق لپاره عملي پلان ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړه: "۴۴ فیصده ماشومان ښوونځي ته لاسرسی نه لري. کوم ارقام چې موږ لرو شپږ میلیونه ماشومان په جدي ډول له ګواښ سره مخامخ دي، چې د درې میلیونو حالت ډېر د اندېښنې وړ دی او په اضطراري وضعیت کې دي".
همدا شان د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیرې سیما سمر په دې غونډه کې په ځانګړي ډول د معلولیت لرونکو ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او وې ویل، چې د دغو ماشومانو د لاس نیوي لپاره هیڅ ډول مرجع وجود نه لري.
هغې وویل: "هیڅ کار ورته نه کېږي، په ځانګړي ډول هغو ماشومانو ته چې ذهني معلولیت لري او نجونې په دې تړاو ډیرې زیان‌منونکې دي".
هغې د افغان حکومت او له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونیسف) تر منځ، د ماشومانو د ساتنې د ګډ کاري پلان د تدوین په اړه خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه، چې د دې پلان په تطبیق سره د افغان ماشومانو په اوسني وضعیت کې مثبت بدلون راشي.
آغلې سمر زیاته کړه، چې د معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره د یوې ادارې جوړول زیاتې بودجې ته نه بلکې د دولت او یونیسف همکاریو ته اړتیا لري.
 
https://avapress.com/vdcg3y9qxak9yt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته