دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 199463
د هندوستان نوي لوی درستیز پاکستان ګواښلی دی
د هند د پوځ نوي لوی درستیز جنرال منوج مکند پاکستان ته په سختو ټکو خبرداری ورکړی چې هند د خپل امنیت له پاره له پولې هاخوا د ترهګرو د ځپلو له پاره د برید حق لري او زیاتوي چې پاکستان ترهګري د حکومت د پالیسۍ په توګه کاروي.

د هندوستان د پوځ نوي لوی درستیز جنرال منوج مکند نروانې پاکستان گواهلې ويلي یې دي چې د هندوستان ګاونډی هیواد [پاکستان] له ترهګرو ډلو څخه د حکومت د پالیسۍ د یوې برخې په توګه کار اخلي. نوموړي خبرداری ورکړی چې که چیرته [پاکستان] دغه لړۍ متوقفه نه کړي، نو هندوستان له پولې هاخوا د ترهګرو د ځپلو له پاره د برید حق لري.
د هندوستان د پوځ ۲۸م نوي ګمارل شوي لوی درستیز د روان کال د دسمبر میاشتې په ۳۱مه نیټه خپل نوی ماموریت پیل کړ. تر نوي ماموریت وړاندې جنرال منوج مکند نروانې له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «ترهګرې د ټولې نړۍ له پاره یوه ستونزه ده. هندوستان له ریښو څخه د ترهګرې د ختملو پلوي دی. اوسمهال له ترهګرۍ څخه ګڼ شمیر هیوادونه اغیزمن شوي دي او له همدې کبله اوس ټوله نړۍ د ترهګرۍ په خطرونو پوهیدلې ده.» نوموړي په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې هندوستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې شدیده ځواب ویونکي پالیسي او سیاستونه طرح کړي دي

«پاکستان نور نړۍ نه شي غولولی»
د هندوستان د پوځ مشر همدا راز ویلي چې پاکستان نړۍ ته د ترهګرۍ ضد خبرې کوي خو زیاتوي چې پاکستان له ترهګرۍ څخه د حکومت د پالیسي د یوې برخې په توګه کار اخلي. نوموړي وویل: «خو بیا هم دغه وضعیت به ډیر دوام ونه کړي. تاسې نه شئ کولی چې نړۍ څو وارې وغولوئ. اوس به د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان دوه مخی چلند پایلي ونه لري.»
جنرال نرواني همدا راز پر پاکستان تور پورې کړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ له اوربنده سرغړوي او دا چې هندوستان د پاکستان له لوري د ترهګرۍ د هر راز فعالیتونو له پاره بدیلې حل لارې هم لري. نوموړي وویل چې په داسې وضعیت کې بیا موږ د ترهګرو پر احتمالي پټنځیاونو د برید حق لرو او د بالاکوټ په څیر غلچکي برید کولی شو.
 
https://avapress.com/vdch-wnzx23nwkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته