کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دایکندي کې یو کس د خپل کلي د ماشومانو لپاره ښوونځی جوړ کړی

12 جدی 1398 ساعت 15:07

د حاجي یونس په نوم یو ۵۵ کلن افغان په خپل دوه میلیونه افغانیو د دایکندي د پاتو ولسوالۍ په قول‌زین کلي کې یو ښوونځی جوړ کړی دی.



د دایکندي ولایت دغه اوسیدونکي امریکا غږ ته وویل، چې د کلي ماشومان یې د محرومیت او لرې واټن له امله ښوونځي ته تللی نشول، نو ځکه یې تصمیم ونیو چې دغو سلګونو ماشومانو ته په خپل کلي کې د زده‌کړې زمینه برابره کړي.
حاجي یونس وویل، دا ښوونځی یې په خپله شخصي ځمکه جوړ کړی او ورباندې یې ۲.۲ میلیونه افغانۍ لګولي دي.
هغه زیاته کړه: "زموږ سیمه ډېره محرومه وه، دا ښوونځی مې په خپلو شخصي پیسو جوړ کړ او ښوونکي مې هم په شخصي پیسو نیولي، ترڅو ماشومانو ته زده‌کړه ورکړي".
د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالۍ تازه تاسیس شوې او له دې مخکې د ارزګان ولایت په اداري تشکیلاتو کې شامله وه.
د دایکندي د پوهنې ریاست د حاجي یونس له دې اقدام څخه د درناوي لپاره، د پوهنې له وزارت سره څخه غوښتي، چې له پوهنې څخه د نوموړي د ملاتړ لپاره دې ترې ستاینه وشي.

د دایکندي د پوهنې رئیس رحمت‌الله سیرت وویل، چې اوس په دې ښوونځي کې ۱۲۰ تنه نجونې او هلکان درس وايي.
ښاغلي سیرت زیاته کړه: "دغه کس په خپله کرنیزه ځمکه کې دا ښوونځی جوړ کړی دی، چې شپږ ټولګي، احاطه، اداري خونه او تشناب لري".
له دې وړاندې په پکتیکا، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ماشومانو د زده‌کړو لپاره ځینو کسانو له شخصي امکاناتو څخه په استفادې ښوونځي جوړ کړي، چې په ټولنیزو رسنیو کې د زیات شمیر افغانانو له تود هرکلي سره مخامخ شوي او دا اقدام یې ستایلی دی.
 


د مطلب کود: 199464

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199464/دایکندي-کې-یو-کس-د-خپل-کلي-ماشومانو-لپاره-ښوونځی-جوړ-کړی

آوا
  https://www.avapress.com