دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 199465
افغانستان کې د پنبې حاصلات نږدې ۲۱ فیصده زیات شوي
د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د تېر لمریز کال په پرتله په روان کال کې د پنبې حاصلات نږدې ۲۱ فیصده زیات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي امریکا غږ ته وویل، چې تېر کال په افغانستان کې د پنبې د تولید کچه ۵۷زره او ۴۵۰ ټنه وه، خو په روان کال کې ۷۳زره او ۱۱۹ ټنو ته رسېدلې ده.
هغه زیاته کړه: "سږکال د هېواد د ۱۷ ولایتونو په ۴۹ زره او ۳۱۷ هکټاره ځمکه کې پنبه کرل شوې وه. په داسې حال کې چې په ۱۳۹۷ کال کې د پنبې کروندې ۳۹ زره او ۴۹۶ هکټاره وه".
د کرنې وزارت د معلوماتو په اساس، د بلخ ولایت د ۳۵زره او ۱۰۰ ټنه پنبې د حاصلاتو په درلودلو سره د پنبې د تولیدوونکو ولایتونو په منځ کې لومړی ځای خپل کړی دی. هلمند د ۱۵زره او ۹۱۰ ټنه پنبې په تولید سره دویم او کندز د اوه زره او ۴۰۰ ټنه تولید سره درېیم ځای لري.
د ښاغلي رستمي پر وینا، په بلخ ولایت کې په ۱۹زره او ۵۰۰ هکټاره، هلمند کې په ۱۵زره او ۹۱۰ هکټاره او په کندز کې په درې زره او ۸۰۰ هکټاره ځمکو کې پنبې کرل شوي دي.
هغه وویل: "ننګرهار د درې زره او ۴۰ هکټاره کروندو او څلور زره او ۸۰۳ ټنه تولید سره څلورم او د بغلان ولایت د پنبې د یو زر او ۶۵۰ هکټاره کروندو څخه د درې زره او ۳۰۰ ټنو په تولید سره پنځم ځای لري".
د کرنې وزارت په افغانستان کې پر وخت ورښتونه او مناسبې هوا ترڅنګ، د کرنې وزارت تخنیکي او ترویجي مرستې او سلا مشورې د پنبې د حاصلاتو د زیاتوالي عمده لاملونه یاد کړي دي.
همدا شان د کرنې وزارت وايي، چې په روان کال کې د هرات، سرپل، کندز، بادغیس، فراه، بلخ، تخار، سمنګان، فاریاب، جوزجان، بغلان، کاپیسا، کندهار او هلمند ولایتونو کې د پنبې د کروندو ۲۰۶نندارتونونه جوړ کړي، چې د دغه کرنیز محصول د ودې، د کرکېلي د نویو لارو چارو د دودولو او د حاصلاتو د زیاتوالي لامل شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmheviuqehxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته