دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 199473
اعتراض کونکو په بغداد کې د امريکا پر سفارت بيا حمله وکړه
په عراق کې د حشد شعبې ډلي په سلونو پلويان د دوهمې ورځې له پاره د امريکا سفارت مخې ته راټول شول او د سفارت پر ودانۍ يې ډبرې گوزار کړي. امريکايي ځواکونو د اعتراض کوونکو د شړلو هڅې کړي.
د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ م کال د جنورۍ ۱ نیټه) هم د حشد شعبي ډلې په سلونو پلويانو د عراق په پلازمينه بغداد ښار کې د امريکا متحده ايالاتو سفارت مخې ته اعتراضونه کړي دي.
د رويټرز او اسوشتيد پريس خبري آژانسونو په حواله، اعتراض کونکو د امريکا د سفارت پر ودانۍ ډبرې وار کړي دي. دغه آژانسونه زياتوي چې په مقابل کې امريکايي ځواکونو هم د اعتراض د ګډوډولو په موخه پر مظاهره کوونکو له اوښکې بهونګي ګاز څخه کار اخيستی دی. 
د رپوټونو پر اساس، اعتراض کونکو تيره شپه د امريکا سفارت مخې ته خيمه وهلې وه او د نن ورځې تر سهاره هلته موجود ول.
عيني شاهداونو ويلي دي چې اعتراض کونکو دغه ځاي ته خوراکي مواد، د آشپز خانې وسايل او توشکې راوړي او دا د دې ښکارندوي کوي چې دوی غواړي د سفارت مخې ته د ډير وخت له پاره پاتې وي.
دغه اعتراضونه په عراق کې د کتائب حزب الله ډلې پر درو او په سوريه کې پر دوو پټنځايونو باندې د امريکايي ځواکونو د وروستيو حملو په غبرګون پيل شوي دي. نن د دغو اعتراضونو دوهمه ورځ ده. امريکايي ځواکونو د کتائب حزب الله پر پټنځايونو دغه حملې د عراق په کرکوک ښار کې د امريکايي ځواکونو پر ېوې اډه باندې د توغندويزو بريدونو په ځواب کې کړي دي. په دغه حمله کې يو غير پوځي امريکايي او څلور امريکايي پوځيان وژل شوي ول او دغه راز دوه عراقي امنيتي ځواکونه ټپيان شوي دي.
امريکا متحده ايالاتو په عراق کې پر خپل سفارت د اعتراض کونکو د حملې په غبرګون کې اعلان کړی دی چې په سيمه کې خپل ځواکونه زياتوي او منځني ختيځ ته نور ۷۵۰ سرتيري استوي.
په دې منځ کې د حشد شعبي ډلې چې د ايران له ملاتړه برخمنه ده، له اعتراض کونکو څخه غوښتي دي چې په عراق کې د امريکا سفارت مخې کې دې اعتراضونه پاي ته ورسوي او خپل تحصن ته دې په يوه بله سيمه کې ادامه ورکړي.
https://avapress.com/vdciy3azpt1a352.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته