دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۰
د مطلب کود : 199479
هرات د انجینرۍ محصلانو د فراغت په پيسو د یوې معلولې جوړې د واده مراسم ترسره کړل
د هرات د انجینرۍ پوهنځي فارغانو د خپل فراغت د جشن په پیسو د یوې معلولې جوړې د واده مراسم نیولي دي.
فارغان وايي، دغې معلولې جوړې د واده پیسې نه لرلې او دوی خپل فراغت ته بېلې کړې پیسې سره یو ځای کړي، د دوی واده یې پرې برابر کړی او خپل فراغت یې هم ورسره نمانځلی دی.
د واده زوم جواد وايي، خوشاله دی چې د هرات خلک یو معلول ته د بې وسه په سترګه نه ګوري بلکې عزت یې کوي.
نوموړی وايي، د هرات د انجینرۍ پوهنځي فارغانو ورته نه یوازې د واده مراسم نیولي بلکې د کور ټول سامانونه او امکانات یې هم ورته پېرلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د فراغت پر جشنونو او مراسمو په دې وروستیو کې نیوکې زیاتې شوې دي او ویل کېږي چې محصلین نه باید په دغسې مراسمو لوړ مصارف او لګښتونه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcefo8zojh8oei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته