کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان سره د اروپا اتحادیه لس میلیونه یورو مرسته

12 جدی 1398 ساعت 17:05

 
د اروپا اتحادیه د معادن او پترولیم وزارت لپاره لس میلیون یورو مرسته کړي چی د معادن او پترولیم وزارت تخنیکی او ظرفیت جوړونې په برخو کې په مصرف رسیږی.



هغه زیاته کړه: د معادن او پترولیم وزارت توانیدلی چی خپل تعهدات د استندردونو، مقررو او حرفه یی معدن کاری په برخو کې تر یوځای عملی کړی او په بدل کې یی اروپا اتحادیه ددی وزارت سره لس میلیون یورو مرسته کوی.
ددی ترڅنګ دا وزارت نن معدن کاری مقرره هم معرفی ته ایښی او همدارنګه دا وزارت وروسته د لسو کلونو معدن پروسس اجازه نامه یو خصوصی شرکتونو ته ورکړه.
ښاغلی مطفی زیاته کړه چی دا خصوصی افغان شرکت نږدی دوه میلیون یورو کرومایت پروسس په برخه کې سرمایه ګذاری کړی دی.
سیف الدین سیحون یو اقتصادی کارپوه وایی: افغانستان معادن پراختیا د خارجی مرستو څخه د هیواد خودکفایی یواځینی لاره ده او باید دولت لوړ مدته برنامه د معادن د استخراج پراختیا لپاره تر لاس لاندی ونیسی.
 


د مطلب کود: 199484

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199484/افغانستان-سره-د-اروپا-اتحادیه-لس-میلیونه-یورو-مرسته

آوا
  https://www.avapress.com