حیات الله ساحل؛ د سمون رادیو مسوول مدیر ددی پیښی په تایید سره رسنیو ته ویلی دی چی تیره شپه چهارشنبه ۱۱ جدی ښاغلی سفرمحمد د یو میلمستیا لپاره کور څخه وتلی او نن پنج شنبه هغه جسد د لشکرګاه ښار صافیان په سیمه کې پیدا شوی دی.
محمد عمر زواک؛ د هلمند ولایت ویاند هم رسنیو ته ویلی دی چی چی قضیه تر څیړنې لاندی قرار لری.
له بل لوری، هلمند پولیس هم وایی چی قرار دی د جزئیاتو څیړلو وروسته مسئله په یو خبری ناسته کې اعلان کړی.
تراوسه معلوم نه دی چی د ښاغلی صفر محمد قتل په سمون رادیو کې کار کولو سره اړوند دی که نه.
دا په ۲۰۲۰ کال کې قتل لومړۍ پیښه ده. تیر کال ۱۰ تنه خبرنګاران او رسنۍ کارکوونکې په افغانستان کې وژل شوی که څه هم تیر کال په پرتله کمتیا ښوده، خو خبرنګارانو لپاره خونړیزه کال وو.