دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۹
د مطلب کود : 199497
پوهنې وزارت پکتیکا کې د میاخان په نوم ښوونځی جوړوي
 د پوهنې وزیر میرویس بلخې له پوهنې سره د میا خان مینه ستایلې ده او اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې، چې دمیا خان د اوسیدو په سیمه کې د ده په نوم یوښوونځی جوړ کړي.
دپوهنې وزیر دپوهنې په برخه کې د ده هڅو دستایلو ترڅنګ نوموړي دپوهنې داتل په نوم یاد کړی دی.

میا خان د پکتیکا په یوه لرې پرته سیمه کې اوسیږي او خپلې څلور لورګانې هره ورځ شاوخوا ۱۲ کیلومتره لرې یوه ښوونځي ته رسوي. میا خان د پکتیکا په یوه لرې پرته سیمه کې اوسیږي او خپلې څلور لورګانې هره ورځ شاوخوا ۱۲ کیلومتره لرې یوه ښوونځي ته رسوي.
د افغانستان د پوهنې وزارت په پام کې لري په پکتیکا ولایت کې د میاخان په نوم یو ښوونځی جوړ کړي.
میا خان د پکتیکا په یوه لرې پرته سیمه کې اوسیږي او خپلې څلور لورګانې هره ورځ شاوخوا ۱۲ کیلومتره لرې یوه ښوونځي ته رسوي. ددې کار له امله نوموړي په تېرو ورځو د حکومتي چارواکو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو له خوا ډېر وستایل شو.
د پوهنې وزارت په فیسبوک پاڼه له میاخان سره د پوهنې د وزیر میرویس بلخي د پرون چهارشنبې د لیدنې خبر او جزییات خپاره شوي.
د بیان له مخې ښاغلي بلخي میاخان د پوهنې اتل بللی او ژمنه یې ورسره کړی چې د ده په نوم به یو ښوونځی یوې نږدې سیمې کې جوړوي څو نجونې خپلو کورونو ته نږدې تعلیم وکړي.
میا خان ته پرون د پوهنې وزارت له خوا ایوارډ او ستاینلیک هم ورکړل شوی.
د پکتیکا اوسیدونکي میاخان ویلي چې غواړي په خپلو لوڼو تعلیم وکړي او ډاکترانې شي څو په پکتیکا کې ښځو ته خدمت وکړي.
https://avapress.com/vdceoo8zfjh8oei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته