دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۶
د مطلب کود : 199498
د هند له ملي نظامي اکاډمۍ څخه ۲۰ افغان پوځیانې فارغې شوې
د هند په چنايي کې د افغانستان د ملي ځواکونو ۲۰ تنه ښځینه پوځیانې له یو لنډمهالي یو میاشتني کورس څخه فارغې شوې.
د ټایمز آف انډیا ورځپاڼه وايي، د دغو ښځینه سرتېرو روزنه د هند په ملي نظامي اکاډمۍ کې د قوس په ۳مه پیل شوې وه، چې د بدني روزنې تر څنګ، د وسلو کارونه، تاکتیکونه، رهبري، معلوماتي ټکنالوژي، د بشري منابعو مدیریت او انګلیسي ور زده کړای شوه.
افغان ځواکونه له دریو پرله پسې کالونو راهیسې د هند په ملي نظامي اکاډمۍ کې روزنه ترلاسه کوي چې تېر کال هم ترې ۱۹ افغانې مېرمنې فارغې شوې وې.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، دا مهال ۲۰۰۰ افغان سرتېرې د ملي اردو په لیکو کې دنده ترسره کوي چې دوی هڅه کوي ۵ زره نورې هم جذب کړي.
همدا راز د ملي دفاع وزارت د تعلیم او پرسونل مرستیاله منیره یوسف زاده ټینګار لري چې ډېر ژر به د افغانو مېرمنو پوځیانو یوه ډله متحده عربي اماراتو ته د زده کړو لپاره واستول شي.
 
https://avapress.com/vdcf11dycw6d1ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته