کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هند له ملي نظامي اکاډمۍ څخه ۲۰ افغان پوځیانې فارغې شوې

12 جدی 1398 ساعت 17:56


د هند په چنايي کې د افغانستان د ملي ځواکونو ۲۰ تنه ښځینه پوځیانې له یو لنډمهالي یو میاشتني کورس څخه فارغې شوې.
د ټایمز آف انډیا ورځپاڼه وايي، د دغو ښځینه سرتېرو روزنه د هند په ملي نظامي اکاډمۍ کې د قوس په ۳مه پیل شوې وه، چې د بدني روزنې تر څنګ، د وسلو کارونه، تاکتیکونه، رهبري، معلوماتي ټکنالوژي، د بشري منابعو مدیریت او انګلیسي ور زده کړای شوه.
افغان ځواکونه له دریو پرله پسې کالونو راهیسې د هند په ملي نظامي اکاډمۍ کې روزنه ترلاسه کوي چې تېر کال هم ترې ۱۹ افغانې مېرمنې فارغې شوې وې.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، دا مهال ۲۰۰۰ افغان سرتېرې د ملي اردو په لیکو کې دنده ترسره کوي چې دوی هڅه کوي ۵ زره نورې هم جذب کړي.
همدا راز د ملي دفاع وزارت د تعلیم او پرسونل مرستیاله منیره یوسف زاده ټینګار لري چې ډېر ژر به د افغانو مېرمنو پوځیانو یوه ډله متحده عربي اماراتو ته د زده کړو لپاره واستول شي.
 


د مطلب کود: 199498

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199498/د-هند-له-ملي-نظامي-اکاډمۍ-څخه-۲۰-افغان-پوځیانې-فارغې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com