دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۳۳
د مطلب کود : 199511
د امنیت نه شتون له امله فراه ولایت کې مخابراتی شبکي قطع شوی دي
  د فراه ولایت شورا غړۍ وایی چی مخابراتی شبکي په دی ولایت کې د درو میاشتو راهیسی فعالیت کم کړي او په یوه شپه او ورځ کې یواځی ۴ ساعته فعال وی.

افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-فراه: دادالله د فراه ولایتی شورا غړۍ قانع افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته په خبرو کې وویل چی تیرو درو میاشتو کې مخابراتی شبکي په ټول فراه ولایت کې خراب دی او صحیح کار نه کوی.
هغه د مخابراتی شبکو خرابوالی د نه امنیت شتون او مخابراتی شبکو سیمو کنترول طالبانو لاس کې بللی او ویلی دی: د یو میاشت راهیسی د قومی مشرانو په منځګړیتوب سره ورځ کې ۴ ساعته مخابراتی شبکي په دی ولایت کې کار کوی.
ښاغلی قانع زیاته کړه چی مخابراتی شبکي په فراه کې د سهار ۱۰ بجو څخه بیا تر ماسپښین ۲ بجو پوری فعال وی او وروسته بیا غیری فعال کیږی.
هغه وویل چی مخابراتی شبکو قطع کېدل، ددی ولایت خلګ د مشکلاتو سره مخ کړی چی په بعضی وختونو کې د ولسوالیو څخه د اړېکو نیولو لپاره ولایت مرکز ته راځی.
فراه ولایتی شورا دا غړۍ وویل چی یواځی سلام مخابراتی شبکه چی دولتی دی په دی ولایت کې ۲۴ ساعتونه فعال دی چی هغه هم د ځینو محدودیتونو له امله ټول خلګ ځینی ګټه نه شی اخیستلای.
قانع د خلګو نماینده په حیث هیواد جګړی دواړو لورو څخه غواړی چی خلګو ته زیان ونه رسوی.
دا په داسی حال کې دی چی دوه کاله مخکې هم طالبان شپی له لوری مخابراتی شبکي په فراه ولایت کې بند کړی وو.
 
 
https://avapress.com/vdcb89b88rhb9sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته