دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 199523
سردار سلیمانی په شهادت ورسیدل
د ایران د سپاه مشر سردار سلیمانی په عراق کی د آمریکایی تیارو په بمبار کی د حشدالشعبی مشر سره وژل سوی دی.
دایران سپاه دا خبر تایید کری دی.
د عراق رسنیو د دغه هیواد د رسمی چارواکو په قول وویل په سردار سلیمانی او ابو مهدی مهندس هغه وخت برید شو کله چې دوې په دوو (۲) ګاډو کښې د بغداد له نړیوال هوایی ډګر څخه ووتل او دواړه شهیدان شوی دی .
ویل کیږی چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس غونډ قومندان جنرال قاسم سلیمانی له لبنان څخه د بغداد نړیوال هوایی ډګر ته ورغلی وو .
د  عراق خبری سرچینې وایی چې د امریکا هیلی کوپټرو  د سردار سلیمانی او د ابومهدی مهندس په ګاډو راکټونه ویشتلی دی .
د جنرال سلیمانی د شهادت خبر اوس د نړۍ د سیمې او دعراق د خبری رسنیو په سر کښې دی .
د ایران د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران ځواک په یوې (۱) اطلاعیې کښې د قدس ځواک د قومندان جنرال سردار سلیمانی د شهادت خبر تاید کړ .
سپاه پاسداران وویل د اسلام سرلوړی سردار حاج قاسم سلیمانی له ډیرکلونو مجاهدت او هڅې وروسته نن سهار وختی د امریکا دهیلی کوپټرونو په برید کښې شهید شو .
د امریکا دفاع وزارت پینټاګان منلي ده چې  ولسمشر ډونالډ ټرمب به سردار سلیمانی باندې د حملې حکم ورکړی وو
سردار سلیمانی در ایران د سپاه پاسداران  مشر پس له 40 کال جهاد د امریکائیانو د بی پلوت تیارو په بمبار د حشدالشعبی  مشر ابو مهدی المهندس سره په عراق په شهادت ورسیدل.
https://avapress.com/vdcewo8zxjh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته