دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 199528
قاسم سلیماني څوک و؟
قاسم سلیماني له ۱۹۹۸ کال راهیسې له ایران بهر د پټو عملیاتو څانګې یا قدس ځواکونو مشر و.
نوموړي ته د ایران مذهبي مشر تېر کال تر ټولو ستر پوځي نښان ور کړ.
ایت الله خامنه يي قاسم سلیماني ژوندی شهید باله او تېر کال یې د نښان ور کولو پر مهال دوعا کړې وه چې قاسم سلیماني دې ډېر کلونه وروسته شهید شي.
خو د چې قاسم سلیماني د امریکايي چورلکو برید کې د بغداد هوايي ډګر سره شهید شوی دی.
د ایران مذهبي مشر اوس ویلي، چې سخت غچ به یې واخلي او زیاته کړې یې ده چې د قاسم سلیماني لار به دوام لري.
نوموړي په ایران کې درې ورځې ماتم اعلان کړی دی.
قدس ځواکونه د عراق او ایران د جګړې له لومړیو له ایران بهر عراق او لبنان کې د عملیاتو لپاره جوړه شوه او وروسته د سپاه په یوه مهمه برخه بدله شوه، چې اوس ان د سپاه قدس په نوم هم یادېږي.
ډېر په دې باور دي چې د لبنان د حزب الله ډلې د پوځي څانګې څار هم د قاسم سلیماني په غاړه و.
۵۸ کلن تورن جنرال قاسم سلیماني هغه مهال ډېر مشهور شو چې په عراق، بیا سوریه او د منځني خنیځ نورو هېوادونو کې د قدس ځواکونو رول بهرنیو رسنیو کې راپورته شو.
په عراق کې د داعش پیدا کېدو او سوریه کې د کورنۍ جګړې پیلېدو سره قدس ځواکونه دې هېوادونو کې ډېر ښکېل شول او ان ایران خپله منلې چې قدس ځواکونو د سوریې جګړه کې د بشار اسد ته ژمنو ځواکونو لارښوونه او ملاتړ کړی او دلته یې زرګونه شیعه وسلوال تمویل کړي، همدارنګه یې عراق کې د داعش له منځه وړلو لپاره شیعه ملېشې سمبال کړې دي.
دې هرڅه قاسم سلیماني په ایران او سیمه کې پر یو مشهور کس بدل کړ.
ملاتړو او مخالفانو یې د سیوري قومندان، نړیوال جنرال، د قومندان اروا، مرموز قومندان، د دوښمن خپسکه، جنرال حاج قاسم او څو نورو نومونه ور کړل.
سره له دې چې قاسم ډېر انځورونه نه خپرول خو ځینې مهال یې د جګړې کرښه کې انځورونه خپرېدل چې ان ځینې د عراق د شیعه ملېشو له مشرانو سره هم دي.
د نوموړي ستایلو کې په پارسي او عربي کې سندرې ویل شوې. نوم یې انيمېشن نړۍ او کمپیوټري لوبو ته هم رسېدلی؛ "د فارس خلیج جګړه" انیمېشن کې اتل دی چې د امریکايي بېړۍ د له منځه وړلو امر کوي.
د ایران جوړ کمپیوتري لوبه کې "د دوښمن خپسکه" ده، خو "واحدالنمر" او "بېټل فیلډ۳" کې یې کرکټر منفي او موخه یې وژل دي.
د ایران ډېرو مشهورو سیاسی او ټولنیزو شخصیتونو د قاسم سلیماني د انځورونو خپرولو یا ستایلو سره د نوموړي لا مشهورتیا کې مرسته کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcj8hevouqehiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته