کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تورخم لارې شپه او ورځ پرانیستل به سوداګري ښه کړي

13 جدی 1398 ساعت 11:44


هندوستان ټايمز پر ډيورنډ کرښې د تورخم لارې د ٢٤ ساعته پرانېستنې پرېکړې ته په اشاره وايي، دې ګام سره ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ بوخته کې ښکېله سوداګري ښه شي.
ورځپاڼه وايي، تورخم دروازه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ له اتلسو نښه شويو لارو يوه ده.
ورځپاڼه وايي، وړاندې د تورخم دروازه به د ورځې ١٢ ساعتونو لپاره پرانېستې وه چې له امله يې دواړو غاړو کې به د لاريو اوږده کتارونه ولاړ و خو اوس دا لاره به له پولې د اوښتو را اوښتو په وروستي تاريخ کې په لومړي ځل ٢٤ ساعتونو لپاره پرانېستې وي.
ورځپاڼه وايي، پاکستان تورخم سيمه کې يوه مجهز روغتون هم جوړ کړى.
واشنګټن پوسټ د افغان سولې بهيرپه تړاو يوه ليکنه خپره کړې چې سرليک يې دى" د افغانستان په اړه خبرو کې بايد خپل ملګري ورګډ کړو".
دا ليک واشنګټن پوسټ ته هرلن اولمن ليکلى، نوموړى د اتلانتيک شورا لوى سلاکار او "ولې امريکا خپله هره پيل کړې جګړه بايلي" نومې کتاب ليکوال دى.
ليکوال وايي، دا حيرانوونکې ده چې طالبانو سره د پاتې راغلو خبرو په تړاو خپرېدونکو ټولو رپوټونو کې يو کليدي اړخ ترى تم دى: ناټو او د دغې ټولنې پرېکنده ملاتړ ماموريت چې ٢٠١٤ میلادي کال کې د ايساف ځاى ناستى شو.
ليکوال وايي، له امريکا سربېره ٣٨ نورهېوادونه افغانستان کې څه د پاسه اته زره سرتېري لري او دوى ډېرى نژدې له هماغې مودې راهيسې هلته شته دي چې موږ يو.
د ليکوال په باور د ولسمشر غني د حکومت له ګډون پرته هر راز هوکړه په کافي اندازه بد ګام و.
مطلب وايي، د دغو وفادارو ملګرو له منځه ايستل د امريکا د حکومت نه وړتيا او کبر له امله دي.
ليکوال له رسنيو هم ماڼيجن دى چې د دې په رپوټولو کې پاتې راغلي.
ليکوال پوښتي نړۍ حيرانه ده چې که هوکړه شوې واى نو د امريکا متحدينو او ملګرو به څه کول؟ که هغوى ته کوم رول هم ورکول کېدۀ، نو هغه به څه و؟
ګلف نيوز
ګلف نيوز ورځپاڼه وايي، د پاکستان د وحشي ژويو ساتنې ادارې وروسته له هغه د پاکستانۍ سندرغاړې ربي پيرزاده پر وړاندې قانوني ګام پورته کړ چې نوموړې په يوه ويډيو کې له څو ډول خزندو سره راڅرگنده شوه او د هند لومړي وزيرته يې د هغه د کشمير تګلارې له امله گواښ وکړ.
ربي پېرزاده يوه ويډيو خپره کړه چې په کې له څو ډول مارانو او تمساح يا سيمسارې سره کتل کېږي او لومړي وزير مودي ته د سختو پايلو خبردارى ورکوي، خو د وحشي ژويو د ساتنې ادارې د دغو خزندو ساتنه چې ويل کېږي اغلې پيرزاده لاهور کې خپل سينگارتون کې ساتلي د قانون خلاف وباله او محکمې کې يې قضيه ثبت کړه. خو اغلې پيرزاده غوسناک غبرگون ښوولى او ويلي دي چې له پنځه کلونو راهيسې يې دغه راز ويډيوګانې خپرولې خو دا ځل چې يې مودي نوم واخېست نو د وحشي ژويو د ساتنې ادارې ور پام شو. اغلې پيرزاده ويلې، له دې دا څرگندېږي چې د مودي ملګري نه يوازې په هند بلکې په پاکستان کې هم حضور لري.
 


د مطلب کود: 199529

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199529/د-تورخم-لارې-شپه-او-ورځ-پرانیستل-سوداګري-ښه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com