کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پېښور: افغان کونسلګري له دوې میاشتې تړل کېدو وروسته پرانیستل شوه

13 جدی 1398 ساعت 11:52

افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل ویلي و، 'دغې موضوع ته باید د ځینې کسانو تر منځ د لانجې پر ځای د دوو هېوادونو تر منځ د یوې موضوع په نظر وکتل شي'


پېښور کې افغان دیپلوماتیکې سرچینې وايي، دغه ښار کې افغان کونسلګرۍ تر دوو میاشتو پورې له تړل کېدو وروسته پرانیستل شوې ده. د کونسلګرۍ یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، د ویزې ورکولو چارې سر له ننه دسمبر ۲۷ مه پېلېږي.
بل لور ته د پڼجشنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې د کونسلګرۍ سکرتر فریدون خلیل له قوله ویل شوي چي د جمعې پر ورځ به د ويزې ورکولو څانګه د ويزو اجرا کولو کار پيل کړي.
افغان کونسلګرۍ د تېر اکتوبر پر ۱۱د پېښور په فردوس سیمه کې پر افغان مارکیټ د پاکستاني پولیسو له چاپې او بېرغ کوزولو وروسته احتجاجاً تړل شوې وه.
د افغان مارکیټ د ملکیت پر سر له ۱۹۷۱ راهیسې د سید زوار حسین په نامه د یوه ځايي اوسېدونکي مختار نامه لرونکي شوکت جمال کشمیري او افغان حکومت تر منځ د افغانستان او پاکستان په بېلا بېلو محکمو کې قضیه روانه وه او د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کې د پاکستان سترې محکمې د سید زوار حسین په حق کې پرېکړه وکړه، چې په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکو هغه مهال دغه پرېکړه یو اړخیزه بلله.
افغان سفارت پېښور کې خپله کونسلګري وتړله
''که له افغان مارکیټه چا د افغانستان بېرغ لرې کړ، پېښور کې به کونسلګري وتړو''
پېښور کې 'د افغان ملي بانک د ځمکې' پر سر لانجه
په پاکستان کي دافغان سفارت چارواکي وايي چې دوی له کلونو راهیسې د دغه درې جریبه مارکيټ مالي پريکوي، خو بل لور ته شوکت جمال کشمیري چې د مدعي له لوري مختارنامه لري وايي، سید زوار حسین ته دغه ځمکه په ۱۹۸۹ کال کې د هغه جایداد بدل کې ورکړل شوې چې د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته په هند کې ترې پاتې شوی دی.
تر اوسه معلومه نه ده، چې د کونسلګري بېرته پرانیستل کېدو مخکې افغان حکومت د پاکستان محکمې پرېکړه منلې او که د قضیې په تړاو کوم جوړ جاړی شوی، خو د بي بي سي له هڅو سره هم کونسلګرۍ چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د پاکستان حکومت دریځ څه دی؟
په اکتوبر میاشت کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر فیصل په دې تړاو ویلي و:
''پېښور کې افغان مارکیټ یوه قانوني قضیه وه، سترې محکمې دې لړ کې پرېکړه کړې او څرګنده ده، چې دغه پرېکړه به پلي کېږي. ''

 


د مطلب کود: 199531

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199531/پېښور-افغان-کونسلګري-له-دوې-میاشتې-تړل-کېدو-وروسته-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com