د سودان مسلح ځواکونو ویاند پنجشنبه شپه وویل چی دا طیاره دارفور لویدیځ الجنینه ښار ته نږدی سقوط کړی دی.
برید جنرال محمد الحسن محمد زیاته کړه: دا طیاره «آنتونوف ۱۲» ډوله وو او الجنبه هوایی ډګر څخه الوتلو پنځه دقیقی وروسته سقوط کړی دی.
هغه په دی بیان سره چی قربانیان ۷ تنه طیاره خدمت کوونکې، دری تنه قاضیان او اته غیری نظامی اوسیدونکې وو، زیاته کړه چی څیړنې ددی پيښی په اړه ادامه لری.
ځینی سرچینې ویلی دی چی نصر الدین عبدالباری عدلیه وزیر هم قرار وو په دی الوتکه کې سفر ولری، خو نږدی ۱۰ دقیقی مخکې د الوتلو هغه اضطراری وضعیت له امله الوتکې څخه کښته شوی وو.