آوا خبرګزاری-تهران: د حاج قاسم سلیمانی شهادت په لړ کې، حضرت آیت الله خامنه ای د ایران اسلامی جمهوریت رهبر د یو حکم په صادرولو سره جنرال اسماعیل قاآنی د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران قدس ځواکونو قوماندان په حیث وټاکل.
جنرال اسماعیل قاآنی د قاسم سلیمانی ځایناستې شو
13 جدی 1398 ساعت 17:45
آوا خبرګزاری-تهران: د حاج قاسم سلیمانی شهادت په لړ کې، حضرت آیت الله خامنه ای د ایران اسلامی جمهوریت رهبر د یو حکم په صادرولو سره جنرال اسماعیل قاآنی د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران قدس ځواکونو قوماندان په حیث وټاکل.
الحاج سردار قاسم سلیمانی په عراق کې د امریکایانو هوایی بریدونو په ترڅ کې په شهادت ورسید.
ایران اسلامی جمهوریت رهبر حکم په لاندی ډول دی:
بسم الله الرحمن الرحیم
د حاج قاسم سلیمانی رضوان الله علیه عالی مقام سردار شهید کېدو په لړ کې، د قدس سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواکونو قومانده و سردار اسماعیل قاآنی چی د سپاه په برجسته قوماندانانو په لیست کې وو او کلونو راهیسی د قدس په ځواکونو کې د شهید سردار ترڅنګ په سیمه کې خدمت کړی دی، سپارم.
د هغه برنامه هم همغه د شهید سلیمانی قوماندی دوران برنامه ده. د هغه ځواک ټول همکارانو څخه غواړم چی سردار قاآنی سره همکاری وکړی او هغه لپاره الهی هدایت او تایید او توفیق غوښتونکی یم.
د مطلب کود: 199556