د ۱۳۹۸ کال د لړم پر پنځه ویشتمې د ګارډین ورځپاڼې راپور خپور کړ، چې لوګر ولایت کې ځینو ښوونکو، زدهکوونکو او ځینو زورواکو د لوګر ولایت د شپږو ښوونځیو زدهکوونکي جنسي ځورولي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د دغې قضیې د لا څیړلو په موخه یو هیأت ټاکلی. دغه هیأت خپلې څېړنې په دې هکله پېل کړي او ځینې اسناد یې هم ترلاسه کړي دي.
لویه څارنوالي د عدالت د ټينګښت او د قانون د حاکمیت لپاره خپلو څیړنو ته په
جدي او دقیقه توګه دوام ورکوي او د لوګر ولایت له ټولو شریفو ولسونو، رسنیو او مدني ټولنو څخه غواړي، چې خپل اسناد او مدارک له یاد هیأت سره شریک کړي. هېوادوال کولې شي ۱۸۰ شمېرې ته زنګ ووهي او خپل اسناد او مدارک له مؤظف هیأت سره شریک کړي. د اطلاع ورکوونکي هویت به د قانون له مخې پټ وي.
لویه څارنوالي یو ځل بیا ټولو افغانانو ته ډاډ ورکوي، چې یاده قضیه به په عادلانه او منصفانه توګه د قانون په رڼا کې څېړي او پایله به یې د قانون د احکامو په حدودو کې له خلکو سره شریکوي.