کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور کې چاڼییز عملیات ځواکونه، دره کمنج او دره تخت ته رسیدلی دي

14 جدی 1398 ساعت 20:19

 
هغه ځواکونه چی د غور مرکز څخه پاکسازی عملیات شروع کړی وو، کمنج دره په خوله کې قرار لری او د لارو پاکولو په حال کې دی.



آوا خبرګزاری-هرات: عبدالحمید ناطقی د غور ولایتی شورا غړۍ آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل: د ماین پاکی سربیره، دولتی ځواکونه د خراب شوو سیمو جوړولو باندی هم مصروف دی.
هغه وویل چی طالبان د هغه وخت راهیسی چی دا سیمی تر کنترول لاندی نیولی وو، سرکونو ته ډیر زیانونه ور اړولی دی. په حاضر حال کې امنیتی ځواکونه د پرمختګ لپاره مجبور دی خرابی برطرفه کړی.
 
کمنج دره د هرات-غور لویی لاری مهم برخی څخه دی چی د طالبانو مهمو مرکزونو څخه وو.
غور ولایتی شورا دا غړۍ وویل چی طالبان د هغه سیمو څخه چی دولتی ځواکونه پکې حضور لری، شاته تګ کړی دی.
عبدالحی خطیبی د غور والی ویاند هم ددی خبری په تایید سره آوا خبرګزاری ته وویل چی طالبان راکتونو او هاوانونو په توغولو سره غوښتل چی دا عملیاتونه ودروی خو د امنیتی ځواکونو مقاومت سره مخ شوی دی.
خطیبی وایی چی جاده ای ماین چاودنې له امله هرات-غور لویی لاره کې دری تنه امنیتی سرتیری خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 


د مطلب کود: 199653

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199653/په-غور-کې-چاڼییز-عملیات-ځواکونه-دره-کمنج-او-تخت-ته-رسیدلی-دي

آوا
  https://www.avapress.com