دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 199693
طالبان: د سلیماني شهادت به پر افغان سوله منفي اغېز ونه کړي
طالبان هم د ایراني چریک جنرال او د سپاه قدس د مشر قاسم سلیماني وژنه شهادت بللې او د خپګان ښودلو تر څنګ یې دا یوه لویه پېښه یاده کړې ده.
په قطر کې د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین په دې اړه د ایران جمهور اژانس ته ویلي چې د هغه شهادت  به د افغان سولې په پروسه کوم اثر ونه غورځوي، مګر طالبان پرې خواشیني دي.
شاهین ویلي، سوله ییز حل د طالبانو پالیسي ده او په راتلونکې کې به هم پرې عمل وکړي.
ایرانی جنرال قاسم سلیماني د جمعې په ورځ په عراق کې له خپلو ملیشه ملاتړو قومندانانو سره د امریکا په یو برید کې ووژل شو او پنټاګون هم تایید کړه چې سلیماني یې د ټرمپ په مستقیم امر وژلی دی.
 
https://avapress.com/vdccooqs12bqoe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته