دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 199694
پامپیو، په اروپایانو د سلیماني وژنه کې له امریکا د نه ملاتړ له کبله نیوکه کړې

د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ایراني چریک جنرال قاسم سلیماني په وژنه د اروپايي هېوادونو د تاوده هرکلي او ملاتړ د نه ترلاسه کولو له کبله نیوکه کړې ده.
نوموړي ویلي، د اروپايي ټولنې هرکلی او ملاتړ په دې تړاو په کافي اندازه ګټور نه و.
 نوموړي له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، په دغه برید یې د نړۍ ګڼو رهبرانو سره خبرې کړې دي او ټولو ته یې د دغه برید په اړه وضاحت او معلومات ورکړي دي: (( خو واقعیت دا دی چې زه څومره هیله من وم، اروپایان هومره ګټور نه وو، جرمنیان، بریټانویان او فرانسویان باید دا درک کړي چې امریکا څه ترسره کړل، دا د دوی د ژغورنې لپاره هم وو.))
 نوموړي ویلي، دا برید د نړۍ لپاره یوه غوره پېښه وه چې امریکا له نړیوالو د ملاتړ تمه لري، تر څو دا ډاډ ترلاسه شي چې ایران د یو عادي هېواد په څېر مخته ولاړ شي.
 قاسم سلیماني د ایران د سپاه قدس بیرون مرزي قومندان و چې تېره ورځ د حشد الشعبي ډلې له مشر ابومهدي المهندس سره یو ځای په بغداد کې امریکايي برید وواژه.
 
https://avapress.com/vdcdnn0foyt0n96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته