د کابل امنیه قومنداني وايي، په تېرو ۲۰ ورځو کې یې په بېلابېلو جنايي جرمونو تورن ۷۰ تنه نیولي دي.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز تاند ته وايي، دا ۷۰ تنه د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې په ښار او ولسوالیو کې نیول شوي دي، چې ورسره ۲۵ میله وسله، ۵ برچې او ۶ تښتول شوي موټر هم نیول شوي دي.
نوموړی وايي، په دغو تېرو شلو ورځو کې درې مجرمین له پولیسو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د تېرې قوس میاشتې په ۳مه د کابل پولیسو ته درې میاشتې مهلت ورکړی و، تر څو په کابل ښار کې د جرمونو ګراف راښکته او د خلکو رضایت ترلاسه کړي.