دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۵
د مطلب کود : 199715
د افغانستان بانک 30 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي
د افغانستان بانک غواړي چې د 1398 کال د مرغومی میاشتې په 16 نېټه د دوشنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 30 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې وپلوري.
د افغانستان بانک په دې پروسه کې د ګډون کولو په موخه له صرافانو او سوداګریزو بانکونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د ورځې تر پایه پورې (T) تصفیه کړي.
هغه صرافانو چې تر اوسه پوري یو میلیون او پنځه سوه زره افغانۍ د اسعارو په لیلامونو کې د تضمین په توګه تحویل کړي نه دي کولای شي له داوطلبی یو ورځ مخکې خپلې د تضمین پیسې تحویل کړي او په راتلونکي لیلام کې ګډون وکړي.
د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغده او یا د حوالې له په ټاکلي موده کې بانک ته سپاري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzwnzm23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته