بریټانیا د اعلامیې په خپرولو سره له خپلو وګړو غوښتنه کړي چې د افغانستان ډېرو سیمو ته سفر ونکړي.
بریتانیا خپل وګړي د افغانستان ډېرو سیمو ته له تلو منع کړي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 جدی 1398 ساعت 13:16
بریټانیا د اعلامیې په خپرولو سره له خپلو وګړو غوښتنه کړي چې د افغانستان ډېرو سیمو ته سفر ونکړي.
دغه اعلامیه چې د بریټانیا مشترک المنافع هېوادونو او د بهرنیو چارو ادارې لخوا خپره شوې ده، افغانستان کې یې له خپلو وګړو غوښتنه کړې، څو د کابل خوندي سیمو، د حامد کرزي هوايي ډګر، همداراز د پنجشېر او بامیان ولایتونو بغیر بل ځای ته سفر ونکړي.
اعلامیه زیاتوي چې د امریکا متحده ایالاتو لخوا د ایران سپاه پاسدارانو د قدس څانګي د قومندان، قاسم سلیماني له وژنې وروسته، بریټانیوي وګړي باید هوښیال او له حالاتو خبر ووسي.
دا په داسې حال کې ده چې د قاسم سلماني وړمه ورځ په بغداد کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو، او دغه کار د ډېرو له غبرګون سره مخامخ شو.
ایران د سلیماني له وژنې وروسته د غچ اخیستو ګواښ کړی دی
د مطلب کود: 199717