دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 199723

ولسمشر غني د مرکز ګرمۍ سیستم لرونکو کورونو، ښارګوټو او دولتي ادارو کې د لوګي تصفیه کوونکي الې د نصب او ګرمولو او انرژۍ د تولید په خاطر د ټاېرونو، ربړ او پلاستیک د نه سوځولو په اړه دوه جلا حکمونه صادر کړل.
ارګ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر له قوله ویلي، د دغه حکمونو پر بنسټ د مرکز ګرمۍ سیستم لرونکې دولتي ادارې، د لوړپوړ ودانیو او ښارګوټو مالکان او متصرفین مکلف شوي، تر څو د لوګي تصفیه کوونکې الې (معیاري فلتر)، په خپلو اړوندو تاسیساتو کې نصب کړي.
ولسمشر همدا راز د چاپېریال ساتنې ملي اداره موظفه کړه، تر څو د کورنیو چارو وزارت، اړوندو ښاروالیو او اړوندو ادارو په همکارۍ د لوړپوړ ودانیو او ښارګوټو مالکانو نه د لوګي د فلترونو نصبولو لیکلی تعهد واخلي او د یادې الې د نصب او فعالیت دوامداره څارنه وکړي.
ولسمشر غني امر کړی چې همداراز دې اړوند ادارې سرغړونکي د هیواد د نافذه قوانینو د احکامو په مراعتولو سره تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي.
ولسمشر همدا راز د تسخین (ګرمولو) او انرژۍ د تولید په خاطر د ټاېرونو، ربړ او پلاستیک د نه سوځولو په اړه په حکم کې د چاپېریال ساتنې ملي اداره مکلفه کړه چې د کورنیو چارو وزارت او اړوندو ښاروالیو په همکارۍ دې د دغې چارې مخه ونیسۍ او د سرغړوونکو لپاره دې جریمې وضع کړي.
دا حکمونه په داسې حال کې د ولسمشر لخوا ورکول شوي چې کابل د وروستۍ ککړتیا له کبله په یوه اوونۍ کې له ۸ زرو زیات بستر شوي ناروغان لرل چې له منځه یې ۱۷ کسان هم مړه شول.
اوسیدونکو پر حکومت نیوکه کړې که واوره نه وای وریدلې، د کابل د هوا د پاکولو لپاره حکومت بې وسه و.
 
https://avapress.com/vdcgxy9qwak9yu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته