کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سمنګان: طالبانو واده ته روان دوه ملکیان وژلي دي

15 جدی 1398 ساعت 15:48


طالبانو د سمنګان په دره صوف پایین ولسوالۍ کې دوه ملکي کسان د دوی د مخالفت له امله وژلي دي.
د سمنګان د امنیه قومندانۍ ویاند منیر رحیمي تاند ته پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه چې طالبانو د دره صوف پایین په چپچل سیمه کې واده ته روان دوه ملکیان په ډزو وژلي دي.
نوموړی وايي، دغو دوه کسانو تر دې وړاندې د طالبانو له ځینو وسله والو سره مخالفت او لفظي شخړه یا لانجه کړې وه.
بلخوا طالبانو په دې تړاو لا څه نه دي ویلي، خو دغه ډله په دې وروستیو کې د سمنګان په ګڼو سیمو کې فعاله شوې ده.
 


د مطلب کود: 199743

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199743/سمنګان-طالبانو-واده-ته-روان-دوه-ملکیان-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com