کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لیبیا: پر پوځي اکاډمۍ هوایي برید سخته مرګژوبله اړولې ده

15 جدی 1398 ساعت 16:15

د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې پر یوې پوځي اکاډمۍ د هوايي برید په پایله کې لږ تر لږه ۲۸ تنه وژل شوي دي. د چارواکو په حواله ډير شمیر نور ټپیان شوي هم دي.



په طرابلس کې د روغتیا وزارت د ویاند په حواله وژل شوي کسان د پوځي اکاډمۍ محصلين ول. تر برید لږ مخکې محصلين د تمرين په ځای کې تر راټولیدو وروسته د خپل خوب خونو ته تللي وو. د ملګرو ملتونو له خوا د په رسمیت پيژندل شوي حکومت امنیتي ځواکونو د وژل شویو او ټپیانو انځورونه په انټرنټ کې خپاره کړي دي.
دوی د برید پړه له حکومت څخه د جلا شوي پخواني پوځي جنرال خلیفه حفتر پر ځواکونو ور اچولې ده. د «لیبیا د ملي پوځ» په نامه د حفتر ځواکونو تر اوسه پورې نه ده منلې چې برید د دوی ځواکونو کړی دی.
لیبیا په ۲۰۱۱م کال کې په ډېر تاوتريخوالي سره د دغه هیواد د اوږدمهاله واکمن معمر القذافي تر وژل کیدو وروسته له بحران سره مخامخ ده. د طرابلس د یووالي حکومت چې د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت پیژندل شوی ډیر کمزوری او د هیواد د ډیرو برخو کنترول په واک کې نه لري.
حفتر او د «لیبیا ملي پوځ» د دغه هیواد په ختیځ کې ډيرې سیمې تر خپل کنترول لاندې لري، چیرې چې د پارلمان مقر هم موقعیت لري.
لیبیا ته د وسلو په لیږد بندیز
حفتر د اتو میاشتو راهیسي پر طرابلس عملیات پیل کړي دي. د ملګرو ملتونو په حواله له هغه وخت راهیسې تر اوسه پورې له ۲۸۰ ډیر ملکي خلک وژل شوي او تر ۱۴۰ زرو ډیر انسانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستي ځل په دسمبر میاشت کې پر ښکیلو خواوو د اوربند غږ کړی وو. د ملګرو ملتونو سازمان عمومي مونشي انتونیو ګوتېرش، د جمعې په ورځ له ټولو نړیوالو لوبغاړو وغوښتل چې د امنیت د شورا له خوا دې پر وسلو لګول شوی بندیز عملي کړي. 
د ملګرو ملتونو د یوه معتبره رپوټ پر بنسټ چې د فرانسې خبري آژانس ورته لاس رسی پيدا کړی دی، اردن، ترکیي او همدارنګه متحده عربي اماراتو تر اوسه پورې څو واره دغه بندیز نقض کړی دی.
په دې وروستیو کې ترکیي اعلان وکړ چې انقره به په دې مسئله کې پوځي مداخله وکړي. په دې اساس به نو د ترکیې پوځ د حفتر د ځواکونو په مقابل کې د ملګروملتونو له خوا د لیبیا د په رسمیت پژندل شوي حکومت ملاتړ وکړي. د پنجشنبې په ورځ د ترکیي پارلمان دې ماموریت ته شين څراغ وښود.
 


د مطلب کود: 199745

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199745/لیبیا-پر-پوځي-اکاډمۍ-هوایي-برید-سخته-مرګژوبله-اړولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com