کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تاجکستان او افغانستان له شېرخان بندر نه تر پنج پایانه د ریل په پټلۍ نښلول کېږي

15 جدی 1398 ساعت 16:15


افغانستان او تاجکستان له شیرخان بندر څخه د تاجکستان تر پنج پایانه پورې د اورګاډي د پټلۍ غځولو هوکړه لاسلیک کړه.
په دې مراسمو کې د افغانستان د اورګاډي د پټلۍ ادارې مشر یما شمس او د تاجکستان د ټرانسپورټ وزیر خدایارزاده تر څنګ په دوشنبې ښار کې د افغانسان سفارت شارژدافیر احمدمیرزاد او نورو دپلوماتانو ګډون کړی و.
د تړون له مخې به د اورګاډي د جلال الدین بلخي کلخوزاباد پټلۍ له شیرخان بندر څخه د تاجکستان تر پنج پایان سیمې پورې تېرېږي چې سروې، ډیزاین، ساختمان، پر پنج سیند پل تېرولو، شېرخان بندر کې د ریل سټیشن جوړولو او نورو چارو د پرمخ بیولو پروژه کې به یې دواړه هیوادونه برخه اخلي.
په تړون کې راغلي چې دواړه هېوادونه به د دغې پروژې د پیل لپاره مقدماتي کارونه په پوره چټکتیا مخته وړي تر څو تاجکستان او افغانستان د ریل په پټلۍ ژر تر ژره ونښلول شي.
افغانستان په دې وروستیو کې د رېل پټلۍ د راتېرولو لپاره له ایران، ترکمنستان او نورو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړې دي.
 


د مطلب کود: 199746

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199746/تاجکستان-او-افغانستان-له-شېرخان-بندر-نه-تر-پنج-پایانه-د-ریل-په-پټلۍ-نښلول-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com