دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۹
د مطلب کود : 199748
کونړ ولایت کې د داعش وسلوالو یوه ۶ کسېزه ډله افغان ځواکونو ته تسلیم شوه
د کونړو لایت دامنیه قوماندانۍ دموظفینوپه هڅو سره دکونړ ولایت په پیچ دره ولسوالۍ کې دقوماندان شاه زمین په مشرۍ دوسلوالو داعشیانو یو ۶کسیزه ډله له خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای افغان ځواکونو ته تسلیم شوې ده.
دکونړ ولایت مرستیال ګل محمد بیدار وايي،چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او ۹۹ سلنه وګړي یې مسلمانان دي نو دلته دجګړې کولو لپاره هیڅ جواز شتون نه لري.
نوموړی له افغان ځواکونو څخه دمننې ترڅنګ په وسلوالو ډلو غږ وکړ،چې له جګړې لاس واخلي او سولې له ملي پروسې سره یوځای شي.
https://avapress.com/vdcdon0fjyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته