دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 199750
کابل کې یو محصل ووژل شو
کابل کې یو کورنۍ وايي، چې یو غړی یې تیره شپه کور ته د راستنېدو پر وخت د غلو لخوا لومړی ټپي شوی او تر هغه وروسته یې روغتون ته د لیږد پر وخت ساه ورکړه.
کابل کې یو کورنۍ وايي، چې یو غړی یې تیره شپه کور ته د راستنېدو پر وخت د غلو لخوا لومړی ټپي شوی او تر هغه وروسته یې روغتون ته د لیږد پر وخت ساه ورکړه.
د وژل شوي ځوان کړورنۍ وايي، دی محصل و او له پوهنتون څخه د کور په لور روان و، چې د کابل ښار دشت برچي سیمه کې د غلو له لوري د چاقو په ګوزار لومړی تپی شو، او تر هغه وروسته یې چې روغتون ته لېږدوه د لارې په اوږدو کې یې ساه ورکړه.
د کابل ښار دېرو سیمو کې لوټماري او غلاوې ډېرې دي، چې ځینې وخت کابل مېشتو ته د سر زیان له ځان سره هم لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgny9qzak9yu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته