کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوناما: د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو پایلې 'لیرې نه' دي

15 جدی 1398 ساعت 17:54



ه داسې حال کې چې د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمیسیون وايي، ۳۱ ولایتونو کې یې کابو ۸۵۰۰ شوي شکایتونه جدي دي، په افغانستان کې د یوناما مرستیال بي بي سي ته وویل، د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو پایلې 'لیرې نه' دي.
توبي لانزر بي بي سي ته وویل، دا د نړیوالې ټولنې دنده ده چې پایلو ته انتظار وباسي چې ډېرې لیرې نه دي. موږ بېړني پلانونه جوړوو او که داسې ونه کړو نو مسؤل به یو. خو که د وروستیو پایلو اعلان ښيي چې ټاکنې په لومړي پړاو کې ګټونکی لري دا به په دې مانا وي چې دویم پړاو ته اړتیا نشته.
ده وویل، که د ټاکنو د خپلواک کمېسیون اعلان ښيي چې هېڅ نوماند له پنځوس سلنې ډېرې رایې نه دي اخیستې نو د ټاکنو مدیریتي ارګانونه به دویم پړاو ته چمتووالی لري، موږ به په ملګرو ملتونو له ټولو ممکنه لارو استفاده وکړو چې د دوی مرسته وکړي چې هر څومره ژر کېږي ترسره يې کړي.

دا لومړنۍ ولسمشرۍ ټاکنې وې چې ریښتينی واک او مدیریت یې د افغانستان د ټاکنیزو بنسټونو په لاس کې و او دا مهم پرمختګ دی. البته چې له خلا به تشه نه وي، په تېره بیا دا چې د لومړي ځل لپاره په ورته ډول تجربه کېږي. خو افغانستان ته د دې واک ورکول چې خپلې ولسمشريزې ټاکنې په خپله ترسره کړي او خپله يې مدیریت کړي د دغه هېواد لپاره مهم پرمختګ دی. اوس چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون لومړنۍ پایلې اعلان کړې د قانون او بهیر مراعاتېدل دي چې دا کېږي ځکه چې شکایتونه ثبتېږي او د شکایتونو کمېسیون کار پرې کوي. دوی په پوره دقت کار کوي او زه ډاډه یم چې دوی ټول شکایتونه په مسلکي ډول څېړي."
د یوناما مرستیال دویم پړاو ته د ټاکنو غځېدلو په اړه وویل، لومړنۍ پایلې اعلان شوې او اوس هغه بهیر روان دی چې شکایتونه ثبت شوي او په هغو غور کېږي خو ده ته د پایلې اټکل مناسبه خبره ښکاره نه شوه.

 


د مطلب کود: 199766

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199766/یوناما-د-افغانستان-ولسمشرۍ-ټاکنو-پایلې-لیرې-نه-دي

آوا
  https://www.avapress.com