دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۱
د مطلب کود : 199770

د افغانستان بانک وایی: په دې هېواد کې نورو بانکونو ته د فعالیت جواز نه وېشي. دا مهال په افغانستان کې ۱۲ بانکونه بانکي چوپړونه وړاندې کوي چې درې يې دولتي ۷ يې خصوصي او دوه د بهرنیو بانکونو څانګې دي.
د طالبانو له سقوط وروسته د افغانستان بانکي نظام د ډېرو پرمختګونو شاهد و خو ویل کېږي چې د کابل بانک سقوط د خلکو بایللی باور لا هم نه دی جوړ کړی.
په افغانستان کې لومړني دولتي بانک په ۱۹۳۳ او خصوصي بانک په ۲۰۰۳ کال کې په کار پیل وکړ او ورو ورو يې شمېر نژدې شلو بانکونو ته ورسېد.
دلته بانکي فعالیتونه ان په سختو جګړو کې هم نه دي درېدلي، خو شمېرې ښيي چې لا هم په افغانستان کې بانکوالۍ ته د خلکو لاسرسی د سیمې پرتله په ډېره ټیټه کچه کې دی.
د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې دا وخت نژدې څلور میلیونه وګړي بانکي حسابونه لري چې د ټول هېواد لس سلنه کېږي.
له دې ډلې ډېر يې د بهرنیو ادارو د کارکوونکو، دولتي مامورینو، ښوونکو او افغان ځواکونو حسابونه دي چې معاشونه يې د بانک له لارې ورکول کېږي.
 
https://avapress.com/vdciy3azut1a3y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته