کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بریتانیوي اتباع دې له اړتیا پرته په افغانستان کې له ګرزیدو ډډه وکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 جدی 1398 ساعت 18:13

د بریتانیا دولت له خپلو افغانستان میشتو اتباعو غوښتي، چې له اړتیا پرته دې ان د کابل په امنیتي شنو سیمو کې له تګ راتګه ډډه وکړي.




د انګلستان حکومت د شنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۴ / د جنورۍ ۴) خپلو اتباعو ته سپارښتنه وکړه، چې پنجشېر او بامیان ولایتونو ته دې نا اړین سفرونه نکوي او د کابل د هوایي ډګر په اړوند سیمو کې دې هم پرته له اړتیا نه ګرزي.
د بریتانیا حکومت د خبرپاڼې له مخې؛ د بریتانیا اتباع دې د امنیتي ګواښونو له کبله د ښارونو په هوتلونو او میلمستونونو کې هم شپې نکوي.
 دغو ګواښونو ته په کتو، د انګلستان حکومت دا ټینګار هم کړی، چې اتباع  یې باید د نا آرامۍ په صورت کې له افغانستان څخه وتلو ته ځان چمتو لري.
د انګلستان حکومت د قاسم سلیماني له وژل کیدو سره سم هم خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې وه، چې د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتیدو وروسته دې ایران، عراق او د منځني ختیځ ځینې نورو هېوادونو ته دې له سفر کولو ډډه وکړي.
قاسم سلیماني د پنجشنبې پر شپه د مرغومي پر ۱۲ په عراق کې د امریکا پر هوايي برید ووژل شو.
ایران امریکا ته د سخت بدل اخیستو ګواښ کړی دی.
د یادونې ده، چې د بریتانیا حکومت له خپلو هېوادوالو غوښتي، چې افغانستان ته دې سفر نکوي
 


د مطلب کود: 199771

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199771/بریتانیوي-اتباع-دې-له-اړتیا-پرته-په-افغانستان-کې-ګرزیدو-ډډه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com