دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۴
د مطلب کود : 199775
د افغانستان په سویلي هلمند ولایت کې د یوې مېرمن پنځه ماشومان په یوه وخت زېږېدلي دي. په نویو زېږېدلو ماشومانو کې څلور نجونې او یو هلک شامل دي.
د ښځو چارو کې د هلمند والي سلاکاره قمر نیازۍ چې د دې ماشومانو لیدو ته ورغلې وه، بي بي سي سره خبرو کې وویل، روغتیاپالانو د مور او ماشومانو روغتیايي حالت ډاډمن بللی دی.
د نوموړې په وینا دغه ماشومان له وخته مخکې او د مېندوارۍ پر اوومه میاشت زېږېدلي او دا مهال د لشکرګاه بست روغتون د ځانګړې پاملرنې څانګه کې ساتل کېږي.
د نوموړې په خبره د نویو زېږېدلو کوچنیانو مور د مېندوارۍ پر مهال هېڅ ډول روغتیایي معاینات نه دي ترسره کړي، ځکه نه وه خبره، چې په بطن کې یې پنځه کوچنیان دي.
د دغې ښځې له دې مخکې هم دوه کوچنیان زېږولي و، چې ویل کېږي یو هلک او یوه نجلۍ وه.
د نویو زېږیدلو کوچنیانو پلار بزګر دی او له خپلې کورنۍ سره د هلمند مرکز لښکرګاه په یوه څنډه کې اوسېږي.
هلمند کې روغتیاپالان وایي په دغه ولایت کې لا هم ګڼې کورنۍ د مېندواري پر مهال روغتیایې مرکزونو ته نه ځي، چې دغه چاره په یاد ولایت کې د مور او ماشوم ژوند ګواښي.

 
https://avapress.com/vdcd5n0fkyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته