دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 199818
ځانګړی: نړۍ په ۲۰۱۹ کې له کومو خطرناکو مسیرونو تېره شوه؟؟
په ۲۰۱۹ کال کې د ټکنالوژۍ، اقلییم، رقابتونو، سیاستونو او کړکېچونو له کبله په یو نوي موړ ودرېده چې ورسره ویل کېږي د امریکا په مشرۍ روان نړیوال نظام هم ورسره د ماتېدو خواته تللی دی. ټولیز جاج دا دی چې ګڼ حکومتونه په دغه کال کې د خپلو خلکو په خوښه نه وو او د ډېرو پر ضد اوږده موده په لاریونونو کې تېره شوه.
په دغه کال کې د یو قوت په توګه د چین راڅرګندېدل، له نړۍ سره د امریکا د سیاستونو بدلېدل، د منځني ختیځ بحران، اروپايي قامپرستي او د ۷۰۰ میلیونه انسانانو بې کوره کېدل مهم مسایل وو.
له دې سره په ۲۰۲۰ کال کې یو لړ مشکلاتو سره د نړۍ مخکېدو امکانات هم ډېر دي.
• د چین جنوبي بحیره کې د نظامي کړکېچ وېره
• د امریکا او چین تر منځ سوداګریزه او د ټکنالوژۍ جګړه
• په منځني ختیځ کې له ایران سره ټکر
• امریکا کې د یوې بلې لویې ترهګریزې پېښې له وېرې سعودي ته د ځواکونو استول
• د اروپايي ټولنې لپاره د ایټالیا سر دردوونکي پورونه او له اروپايي بودیجوي اصولو څخه د ایټالیا سرغړونه
• اوکراین کې د روسیې مداخله او د جګړې امکانات
• د نړۍد لویو قوتونو تر منځ سایبري جنګ
دا هغه اندېښنې دي چې نړۍ کله هم یوې لویې پېښې ته ورټېله کولی شي، خو تاند تاسې ته د ۲۰۱۹ کال مهم نړیوال مسایل په لاندې ډول راپور کوي:
د ملګرو ملتونو د سازمان ضعیفېدل:
۲۰۱۹ کال کې ملګري ملتونه د غړو هېوادونو لخوا د بودیجې د نه ورکړې له بحران سره مخ شو او اوس له دغه سازمان سره جنګ ځپلو او بې کوره شویو سره د مرستې پیسې په کافي اندازه نشته، نه یې پیدا کولی شي.
د اروپايي ټولنې مسایل:
په اروپايي ټولنه کې د بیلتون پالو سیاستوالو اړخ په قوي کېدو دی. همدا راز د اروپايي هېوادونو تر منځ د وګړو په ازادانه تګ راتګ هم اختلافات پیدا شوي او د پناه غوښتونکو په تړاو خو دا اختلافات بیخي زیات ښکاري.
همدا راز اروپايي ټولنه له روسیې سره د اړیکو په پاللو کې هم یوه خوله نه دي.
د ټرمپ په موجودیت کې د امریکا د ضعف خواته مزل:
داسې انګیرل کېږي چې د ټرمپ له وجې د ناټو ۷۰ کلن سازمان د ماتېدو وېره زیاته شوې ده. امریکا له روسیې سره د اټومي وسلو د بندیز تړون هم په یو طرفه ډول لغوه کړ، له ایران سره له اټومي هوکړې او د پاریس له اقلیمي تړون څخه د امریکا وتل نور هغه څه وو چې ټرمپ ترسره کړل.
امریکا په ۲۰۱۹ کال کې دا اختلاف پیدا کړی دی چې د نړیوال قوت په توګه یې د نړۍ په مسایلو کې رول څه دی؟ او د دې پړه ټوله په ولسمشر ټرمپ اچول کېږي.
امریکا له کلونو راهیسې د نړۍ د نظام له چلولو ځان باسي، اروپا د کورنیو ستونزو سره مخ ده او کله چې چین ته دا موقع په لاس ورکړای شي، دغه هېواد هم ګام مخې ته نه را اخلي.
ګلوبلایزیشن، رحمت که عذاب:
د نړیوالتوب له کبله نړۍ له یو بل سره تړل شوې ده، او اوس د نړۍ هر ګوټ ته د اخترونو او خوشالیو مراسمو لپاره د اورلوبې وسایل چین صادروي، د مشتریانو خدمتونه زیاتره له هند څخه ترلاسه کېږي، د موټرو پرزې په څو هېوادونو کې جوړېږي، په ۲۰ کلونو کې له ۱ میلیارد زیات خلک د نړیوالتوب متوسطه کټګورۍ کې راغلل، خو ورسره په اروپا، امریکا کې بې روزګاري زیاته شوه او کاروبارونه چین، لاطیني امریکا، جنوب ختیځه اسیا او افریقا ته ولېږدېدل او ګڼو کمپنیو همغلته مخه کړه.
په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا او چین د سوداګریزې جګړې یو علت هم نړیوالتوب ښودل شوی دی، ځکه د شنونکو په باور پخوا به حکومتونو د کاروبارونو منځ کې خنډ نه جوړاوه، مګر اوس د دندو او وظیفو په مخه کې هم حکومتونه خنډ دي.
معلوماتي ټکنالوژي او د سایبري جګړې ګواښونه
په ۲۰۱۹ کال کې ولیدل شول چې د ډیټا او معلوماتو له پلوه نړۍ په دوه برخو ویشل کېدونکې ده، ځکه امریکا او چین د دوه بیلابیلو انلاین سیسټمونو په جوړولو بوخت دي.
امریکايي انټرنیټ او ایکو سیسټم د خصوصي سکټور په لاس کې دی چې د امریکا د حکومت بشپړ واک پرې حاصل نه دی خو چین بیا خپل انټرنیټي ایکو سیسټم د حکومت تر څار لاندې نیولی دی.
خو اټکل کېږي چې دا دواړه انټرنیټي ایکو سیسټمونه به د راتلونکي سایبري جنګونو برخه وي، چې د نړۍ انټرنیټي سیسټم به په دوه برخو وویشي.
نه یوازې دا بلکې روسیې هم په ۲۰۱۹ کال کې د خپل جلا انټرنیټ جوړولو ادعا کړې ده چې دریم لوری هم ورته اضافه کېدونکی ښکاري.
د چین او امریکا رقابتونه
په ۲۰۱۹ کې چین او امریکا د یو بل پر توکو د ټکسونو لوړولو سړه جګړه پيل کړه.
دا جګړه ولسمشر ټرمپ پیل کړه خو ډیموکراټانو یې هم ملاتړ کړی دی تر دې چې دیموکراتې نوماندې الیزبت وارن د چین پر ضد کلک موقف نیولی دی.
امریکا په ټکنالوژيکه جګړه کې د چین پر هاواوې ۵ جي نیټورک بندیزونه ولګول.
همدا راز امریکا په چین کې د سنګیانګ د مسلمانانو په پلوۍ هم تېر کال ښکاره میدان ته راودانګل او د هانګ کانګ د لاریونونو مرسته یې هم پیل کړه.
تر دې چې ولسمشر ټرمپ چین او روسیې ته د زور ښودلو لپاره د ډسمبر په ۲۰مه نېټه د فضايي پوځ د جوړولو بودیجه هم منظور کړه.
۲۰۱۹ د ټرمپ د ناکامیو کال؟
۲۰۱۹ کال ته د ټرمپ د سفارتي ناکامیو کال هم ویل کېږي، نوموړي ټولې دپلوماتیکې چارې له سوداګریزو اړیکو سره وتړلې چې د امریکا دپلوماتیک اعتبار ته دې کار زیان رسولی دی.
نوموړی د مؤاخذې تر بریده هم ورسېده، په کور دننه ورسره د سیاستوالو لانجې په اوج کې وې او په خپله اداره کې هم اختلافات ورسره روان وو.
شمالي کوریا او امریکا:
ټرمپ په ۲۰۱۹ کال کې کیم جونګ اونګ ته د کاروباري معاملاتو لپاره لاس ور اوږد کړ، خو اونګ فکر وکړ چې فریب ورکول کېږي.
شمالي کوریا فکر کاوه چې دوی به په تدریج سره اټومي پروګرام بند کړي او امریکا به په تدریج ترې بندیزونه پورته کړي، خو امریکا وویل شمالي کوریا باید ټول اټومي پروګرام سمدواره ټول کړي امریکا ته یې وسپاري بیا به امریکا له دغه هيواد څخه بندیزونه پورته کړي.
افغانستان او د امریکا بدلېدونکې پرېکړې:
امریکا په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان په اړه ناڅاپي بدلون وکړ، حال دا چې تر دې وړاندې يې پر طالبانو د بریدونو زیاتولو ګواښونه کړي وو، خو په تېر کال کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د واشنګټن د سولې پروسې ته دغه هېواد تر اخره خوشبین پاتې شو.
که څه هم له طالبانو سره مذاکرات په سپټامبر کې ناکام شول، خو امریکا دومره انعطاف د طالبانو پر وړاندې غوره کړ چې بالاخره طالبانو فکر وکړ دوی افغانستان ته د فاتحینو په څېر راروان دي.
همدا راز که مذاکرات لغوه شوي نه وای له ډونالډ ټرمپ سره په کمپ ډیویډ کې د طالب مشرانو د لیدنې امکان هم زیات و، دغه راز ټرمپ په لومړي ځل په دغه کال افغانستان ته راغی او د مذاکراتو د ماتېدو څخه درې میاشتې وروسته یې له ولسمشر غني سره ومنله چې کومه سوله کابل غواړي د امریکا لخوا یې هم هرکلی کېږي.
له افغانستان څخه د ځواکونو کمول، په دې کار کې د ټرمپ بیړه او د ۲۰۲۰ کال انتخابات هغه ټکي وو چې په امریکا کې لا هم له ټرمپ سره پرې مخالفتونه او طرفدارۍ روانې دي.
اوکراین:
امریکا په ۲۰۱۹ کال کې اوکراین د خپلې پوځي او اقتصادي پالیسۍ برخه ګرځولی و، تر څو یې د روسیې په مقابل کې ملاتړ وکړي.
ټرمپ له اوکراین سره مرسته پر روسې د فشار په توګه وکاروله، چې دې کار ورته ضرر وکړ او ټرمپ یې د مواخذې تر مېز کش کړ.
د روسیې او امرکیا اړیکې
په ۲۰۱۹ کې ټرمپ له روسیې سره په یو اړخیز ډول د درنو وسلو د مخنیوي تړون مات کړ، امریکا د دې لپاره غواړي چې په دې تړون بیا له سره غور وشي اوچین هم په کې شامل شي، خو بیجنګ بیا دا شی نه غواړي.
د ناټو د راتلونکې لپاره ګواښونه:
تېر کال د ناټو د سازمان ۷۰ کاله پوره شول، خو په ۲۰۱۹ کال کې د اروپايي ټولنې او امریکا اړیکې هم ښې نه وې، په دې اړه د ناټو سرمشریزه کې د فرانسې د ولسمشر او د کاناډا او بریټانیا د لومړیو وزیرانو څرګندونې د دې ښکارندویي وه چې په ناټو سازمان کې درزونه شته.
د ناټو هدف د شوروي اتحاد د پرمختګونو مخنیوی و، اوس چې روسیه ختمه ده، نو د دې سازمان د تشکیل ۵مه ماده چې که په ناټو غړي چا برید وکړ، ټول غړي به یې دفاع کوي، یوازې یو وار عملي شوې ده.
امریکا پر ناټو تور لګوي چې د سپټمبر د یوولسمې له پيښې وروسته ورسره جنګي مصارف په مساوي ډول نه لنډوي، چې دې کار اختلافات زیات کړي دي.
همدا راز د شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته هڅه کېږي چې ناټو د چین پر ضد وکارول شي، خو د فرانسې ولسمشر ویلي، د ناټو دښمن روسیه او چین نه و، بلکې ترهګري یې لوی دښمن دی.
د اروپايي ټولنې خپلمنځي ستونزې:
اروپا په ۲۰۱۹ کې د بیلتون غوښتنې د سیاستونو ښکار وه. بریټانیا له دغې ټولنې بیلېږي، هر هغه بریټانوي لومړی وزیر هم واک چلولی شي چې له اروپا نه د بیلیدو سمه طرحه وړاندې کړي.
همدا راز بریټانیا یو بل جنجال سره هم مخ ده چې په ایرلینډ کې ریفرنډم وکړي تر څو هغه خلک پریکړه وکړي چې له بریټانیا څخه بیلیږي که ورسره پاتې کېږي.
 
https://avapress.com/vdcb89b8wrhb9wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته