دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 199838
د کابل ښار د هوا ککړتیا کمولو په اړه د خصوصي رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته، جوړه شوه
د ناستې په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رییس، فیروز بشري د ناستې د اجنډا په اړه خبرې وکړې او د حکومت د عاجلو اقداماتو د انعکاس او د عامه پوهاوي کمېټې لخوا د پلان شویو فعالیتونو له څرنګوالي څخه د څارنې په برخه کې د خصوصي رسنیو له مسوولینو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند، دواخان مینه پال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي سلاکار، عاقبت الله ادیب یار او د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییسې هم د کابل ښار د ککړې هوا په اړه د پوهاوي ورکولو، د دولت د عاجلو اقداماتو، طرحه شویو پروګرامونو، د هغو د پلي کېدو د څرنګوالي، د څلورګونو کمېټو د فعالیت او له سرغړونکو سره د قانوني چلند په هکله خبرې وکړې او د تدوین شویو پروګرامونو د عملي کېدو په برخه کې یې د رسنیو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز په دې ناسته کې د خصوصي رسنیو مسوولینو د خپلې همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د ګردیو مېزونو، مرکو، تولیدي راپورونو، خبر، لنډو انځوریزو او غږیزو سپاټونو او د چاپېریال اړوند اطلاعاتو په ګډون به بېلابېل پروګرامونه چمتو او خپاره کړي.
د هوا ککړتیا یوه لویه ننګونه ده او اړتیا لیدل کېږي چې ټولې ادارې او بنسټونه په ګډه د هغې پر وړاندې مبارزه وکړي. د دغې پدیدې د زیانونو او د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره د اړوند ادارو د مسوولینو د اقداماتو په اړه د پوهاوي ورکولو په برخه کې د خصوصي رسنیو رول مهم ګڼل کېږي.
د هوا ککړتیا د مخنیوي د عالي کمېسیون د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ، غړي وزارتونه او ادارې د یو شمېر مسوولیتونو په تر سره کولو مکلف شوي، چې په دې مسوولیتونو کې د ښارګوټو، لوړپوړو ودانیو او لامبو وهلو حوضونو د ګرمولو له سیستم څخه جدي څارنه، د پغمان ارغندۍ او نورو سیمو د رېګرېشنونو اخراج او بندول، د ژمي په موسم کې د خښتو پخولو داشونو بندول او له هغو څخه کلکه څارنه، اوبلن ګاز او برېښنا ته د دولتي ادارو، شرکتونو، موسسو، تحصیلي او ښوونیزو بنسټونو د سون د سیستم بدلون او د نفتي توکو د تنظیم ادارې لخوا په مناسبه بیه د اوبلن ګاز وړاندې کول او خرڅول؛ پکې شامل دي.
جمهور رییس غني په دې وروستیو کې دغه کمېسیون ته اړینې لارښوونې کړې څو د ژمي په موسم کې د هوا ککړتیا د کمولو لپاره عاجل اقدامات تر سره کړي.
https://avapress.com/vdcdsn0fjyt0nj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته