دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 199839
واورو د کابل - کندهار لویه لار بنده کړې
افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د تیرې پنجشنیې د ورځې ( مرغومی دولسم) د وارو او باران اورښت پیل شوي، چې لا هم په یو شمیر ولایتونو کې دوام لري، د وارو اورښت د کابل او یو شمیر ولایتونو ترمنځ لارې هم بندې کړي دي.

د درنو واورو د وریدو له کبله د کابل – کندهار لویه لاره هم د مسافر وړونکو وسایطو پر مخ تړل شوې ده.
په کندهار کې د ټرانسپورتي اتحادیو مسئولین وايې چې د زابل، غزني او میدان وردګ ولایتونو په اړوند سیمو کې د کابل – کندهار پر لویه لار درنې واورې پرتې دي چې له کبله يې د موټرو تګ راتګ له پرون سهار راهیسې دریدلی دی.
په کندهار کې د احمدشاه بابا ابدالي بس ټرانسپورت مرستیال ډاکتر احمدالله امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل، چې د دوی پنځه ویشت مسافر وړونکي موټر تر څلور وېشت ساعتو وروسته نن سهار کابل ته رسیدلي دي.
ښاغلي احمدالله وویل، چې دغو مسافر وړونکو موټرو پرون له کندهار څخه حرکت کړی وو او د شلو ساعتو لپاره په واورو کې بند پاته وو.
دغه راز په کندهار ښار کې د کابل د مسافر وړونکو وسایطو په اډه کې تر زرو زیات مسافر د لارې خلاصون ته منتظر پاته دي.
د کابل – کندهار د لويې لارې پر سر د امنیتي ستونزو له کبله تر پنځوس زیات پلونه او پلچکونه د تیرو څو کالو په موده کې تخریب شوي چې د اورښت پر مهال د سیلابونو د را وتلو له کبله تګ راتګ د ستونزو سره مخ کوي.
بلي خواته د زابل په مرکز کلات کې د وارو واوریدو له کبله یو کور نړیدلی، چې له امله یې ۳ تنه مړه شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د زابل د عامي روغتیا رئیس ډاکتر لعل محمد توخي امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل، چې په مړو شویو کسانو کې یوه مېرمن، یو تنکی ځوان او یوه انجلۍ شامله ده.
د کابل – سالنګ لار
د سالنګ د لارې د ساتنې او مراقبت اجرائیوي مدیر سمیع الله ولیزاده وايي، چې په شمالي سالنګ کې د واورو توفان شدت کم شوی او د واورې اورښت دریدلی دی او هم په جنوبي سالنګ کې د واورې اورښت کم شوی دی.
خو ښاغلی ولیزاده وايي، دا لویه لار د ټریلري وسایطو پرته د نورو وسایطو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې ده.
سالنګ لویه لار کابل د شاوخوا نهو شمالي ولایتونو سره نښلوي.
د مرکزي ولایتونو ترمنځ لارې بندې شوي
په میدان وردک، دایکنډي او بامیان ولایتونو کې سیمه ییز چارواکي وايي، د سختو واورو اورښت د دغو ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو ترمنځ لارې تړلې دي.
همداشان د وارو اورښت له امله د بامیان او کابل ترمنځ لویه لار د حاجګګ په غاښې کې د یکشنبې د ورځې راهیسې د وسایطو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.
سیمه ییز چارواکي وايي، د لارو د پرانیستلو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexo8zojh8ovi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته