دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 199849

دفاع وزارت وايي، په ژمي کې یې له یوې میاشتې راهیسې خپل یرغلیز عملیات کم کړي دي خو د ترهګرو پر ځالو یې شپني او هوايي عملیات زیات کړي دی.
د دفاع وزارت د سرچینو له خوا رسنیو ته په ورکړیو معلوماتو کې راغلي چې د ترهګرو د پټنځایونو، قومندانانو، مشرانو مورچو او د مهماتو د ډیپوګانو له منځه وړل یې په ژمي کې د جګړه ییز پلان مهمه برخه تشکیلوي چې دوام به ورکړي تر څو ترهګر د دوبي د جکړې لپاره له پښو وغورځوي.
د دفاع وزارت د چارواکو په وینا هره ورځ له ۱۵ څخه تر ۲۲ پورې هوايي بریدونه ترسره کوي او له ۱۰ څخه تر ۱۵ پورې شپني عملیات په هرو ۲۴ ساعتونو کې ترسره کوي چې دا په تېرو کلونو کې کمسارې شمېرې دي.
بلخوا که څه هم طالبانو د خپلو ژمنیو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو د جدي د میاشتې له پيله تر اوسه پورې داسې ښکاري چې د دغې جنګي ډلې عملیات هم د افغان ځواکونو پر ضد درېدلي نه دي.
اما ژمی عموما هغه موسم وي چې طالب مشران او جنګیالي په کې خپلې رخصتۍ نمانځي او پاکستان ته د ارام لپاره اوړي.
 
https://avapress.com/vdcfj1dy1w6d1ca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته