دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 199850
قطر کې د ملا برادر او خلیلزاد لیدنه

یوه لوړپوړي طالب چارواکي د دوشنبې په ورځ ( د جنوۍ ۶) بي بي سي ته ویلي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته رسېدلی او د طالبانو د قطر دفتر له مشر او د دې ډلې مرستیال ملا برادر سره یې کتلي دي.
دغه چارواکی- چې له امریکايي لوري سره د سولې خبرو کې ښکېل دی- وايي د خبرو بیا پیلولو لپاره د خپل مشرتابه لارښوونې ته منتظر دي.
له دې مخکې طالب چارواکو د اوربند او تاوتریخوالي کمولو لپاره کوټې ته سفر درلود او هلته یې له خپل مشرتابه او پوځي مشرانو سره پر اوربند او تاوتریخوالي کمولو خبرې کړې دي.
دغه طالب سرچینه وايي، زلمی خلیلزاد اوس قطر ته د دې لپاره راغلی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون تر لاسلیکولو مخکې د طالبانو د تاوتریخوالي کمولو په هکله وپوهېږي.
 
https://avapress.com/vdchmwnzv23nw6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته