دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 199857
تېره ورځ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د پکتیا ولایت د اریوب ځاځي ولسوالۍ په سکندرخېلو سیمه کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو یو مهم قومندان وژل شوی دی.
یاد کس په اریوب ځاځي ولسوالۍ کې ترورېستي فعالیتونه طرح او سازماندهي کول، چې د افغان ګډو ځواکونو لخوا وژل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې له وژل شوي قومندان څخه یو میل کلاشینکوف هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلی دی.
https://avapress.com/vdceno8zfjh8ovi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته