جوزجان کې یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شي، ويلي چې په دغه ولایت کې د پاکستاني متقاعد جنرال مطېعالله یوه کس چې په یاد ولایت کې د جګړې مشري پر غاړه لري، په درزاب ولسوالي کې یوه ښکلې نجلۍ ځان ته نکاح کړې او نورو کسانو یې هم ځینې نجونې په نکاح کړې دي.
د جوزجان د درزاب ولسوالي یو شمېر اوسېدونکي وايي، له هغه وروسته چې دغه ولسوالي طالبانو ته پرېښودل شوه، امنیتي وضعیت یې ترینګلی شوی او طالبان چې هر څه یې زړه وي، هغه کوي.
د دوی په وینا، طالب وسلهوال په دې وروستیو کې د باجاخیستو ترڅنګ، ښایسته نجونې په زوره د دغې ډلې وسلهوالو ته نکاح کوي.
د درازب ولسوالي اوسېدونکي زیاتوي، که حکومت ژر تر ژره په دغې ولسوالي کې عملیات ونه کړي، درزاب به په شمال کې د طالبانو پر سترې اډې بدل شي.
د درزاب ولسوالي اوسېدونکي عبدالغفور او رحمتالله وايي، طالبانو د دغې ولسوالي پر اوسېدونکیو ژوند تریخ کړی، په زوره ترې کلنګ غواړي او هر څه یې چې زړه غواړي، هماغه پر خلکو پلي کوي.
دوی له حکومت، په تېره امنیتي او دفاعي ځواکونو غواړي چې ژر تر ژره په یاده ولسوالي کې د طالبانو پر وړاندې عملیات وکړي او له دې شره یې خلاص کړي.
په همدې حال کې د منګجیک او خماب ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکيو هم ويلي، سره له دې چې طالبان د یادو سیمو ښایسته نجونې د دغې ډلې وسلهوالو ته نکاح کوي، پیسې یې هم پر خپلو نظامي تجهیزاتو لګوي.
د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر د دغې موضوع د تایید ترڅنګ ويلي، طالبانو په مردیان، درزاب او منګجیک ولسوالیو کې ښایسته نجونې خپلو وسلهوالو ته نکاح کړې دي.